په پروان ولایت کې دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام یو شمېر ګټه اخیستونکیو ته د میوو وچولو د ماشینونو وېش ترسره شو
۱۴۰۰ چنګاښ ۲۳
د پروان ولایت د چاریکار ښار د کاریزک سنجد له کلي څخه د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام اته تنه ګټه اخیستونکیو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د پایدارۍ انرژۍ له پروګرام څخه د میوو او سبزیجاتو د وچولو لمریز ماشینونه ترلاسه کړل.
د وېش په دې مراسمو کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسې آغلې لطیفه مجیدي، د پروان د ولایتي شورا رییس امین الله شکوري، د پروان ولایت د ښځو چارو د ریاست استازو او د پروګرام کارکوونکو ګډون کړی وو.
د یادونې وړه ده چې له پروګرام سره د پخواني همغږۍ پر بنسټ د ماشینونو د پیرودنې ۲۰ ٪ لګښت به د (کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام ګټه اخیستونکي تولیدي ګروپونه) ورکوي. چې د پروان ولایت کلیوالو او په ځانګړي توګه مېرمنو ته د اقتصادي پياوړتیا لپاره یو غوره فرصت ګڼل کیږي.
