د هېواد په کچه د پروګرام طرح کولو او پلان جوړونې په برخه کې د ښځو چارو له وزارت سره د ملګرو ملتو همغږي ، د ښځو د اغیزمنتیا او ځواکمنۍ لامل کیږي.
شنبه د چنګاښ ۱۲مه ۱۴۰۰ه ل
حسېني ساپۍ د ښځو چارو سرپرست وزیر په ځپل کاري دفتر کې له غلام محمد اسحاق زي په ملګرو ملتو کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي سره ليدنه او خبرې اترې وکړي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو، د ګډو همکاریو، د سولې په بهیر کې د ښځو رول، د ښځو د اقتصادي ځواکمنی او تجربو شریکولو په برخه کې د سيمې هېوادونو د مرستو جلبولو په هکله خبري او نظرونه تبادله وکړه.
د ښځو چارو سر پرست وزیر او سني وضعیت ټه په اشارې سره وویل" د دې وزارت د ارزونې پر بنسټ په اوسنیو جګړه ایزو شرایطو کې د ښځو بنیادي غوښتنه د ښځو د لاسته راوړنو او جمهوری نظام ساتنه، د تاو تریخوالي له منځه وړل او د قانون واکمني ده"
په مقابل کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر په وروسستیو ۲۰ کلونو کې د ښځو د لاسته راوړنو ساتنه او له نړی سره د افغان ښځو همغږي په برخه کې د مرستې د دوام ژمنه وکړه.
