د میرمن نسرین بارکزۍ د شهادت په تړاو د ښځو چارو وزارت رسنیزه اعلامیه

mowa_af

په ډيره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو د استازې او لوېدیځ زون د ښځو یوې تن فعالې سیمین بارکزۍ خور میرمن نسرین بارکزۍ

په بغلان ولایت کې د یوې چاودنې له کبله په شهادت رسیدلې ده.

د ا. ا.ج د ښځو چارو وزارت مشرتابه پلاوی د غه پېښه په کلکو ټکو غندي او د شهیدې میرمن بارکزۍ کورنۍ ته د الله تعالی له درباره د صبر غوښتنه کوي همداشان دهېواد له کشفي او امنیتي بنسټونه څخه غواړي د دې جنایت عاملینو پېژندنې او د قانون پنجوته د هغوی سپارلو په اړوند جدي ګامونه واخلي.

د ښځو چارو وزارت مشرتابه پلاوی