په سرپل او تخارو لایتو کې د وژنو د پیښو په تړاو د ښځو چارو وزارت رسنیزه خبرتیا

mowa_af
mowa

د سرپل ولایت د ښځو چارو ریاست څخه د را رسیدلي راپور پر بنسټ یوه میرمن د سیما په نامه د کورني تاورتریخوالي له امله د هغې د لیوره لخوا وژل شوې او تورن کس له سیمې تښتیدلۍ دی.

د یوه بل خبر له مخې یوه میرمن د روحینا په نامه چې د تخار ولایت د څارنوالۍ په ریاست د کارزده کوونکې په توګه دنده ترسره کوله د نا څرګندو کسانو له خوا وژل شوې، د یاد ونې وړ ده چې دوه کاله د نومړې میرمن له واده څخه تیریدل او له خاوند څخه یی د بیلتون عوښتنه کوله.

د ښخو چارو وزارت مشرتابه د ښځو په وړاندې هرډول تاو تریخوالۍ د اسلام د سپیځلې دین د ارزښتونو خلاف عمل ګڼۍ او داسې کړنې په سختو ټکوغندي او په ورته مهال کې د هیواد له امنیتي او عدلي بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د پیښو عاملینو ته د سزا ورکولو په برخه کې خپل مکلفیت تر سره کړي.

د ښځو چارو وزارت مشرتابه د تل په شان د هیواد په کچه د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالی کموالي ته ژمن ده او په دې اړوند هڅه کوي د عدالت غوښتنې له لاري په عدلي او قضايی بنسټونو کې د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو شمیر زیات شي ترڅو د تاو تریخوالي څخه زیانمن شوې ښځي او نجونې په عدلي او قضايی بنسټونو باوروکړي او پرته له کوم خنډ د عدالت غوښتنې لپاره اړونده بنسټوته ته مراجعه وکړي.

همدا شان دا وزارت له قدرمنو اودرنو عالمانو څخه هیله کوي ترڅو د خپل ټولنیز مقام څخه په ګټه اخیستو سره د اسلام د سپیځلې دین د ارشاداتو په رڼا کې د ښځو د حقونو پرځای کولو په تړاوعامه ذهنیتونه روښانه کړي اوخپل رسالت ادا کړي تر څو په راتلونکې بیا دا ډول انساني ضد کړنې تکرار نه شي.

د ښځو چارو وزارت مشرتابه