ښځوته د خدمتونو د وړاندې کولو د بوديجې اغیزمن او انډولیز لګښت د ښځو چارو زارت یو له لمړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.
شنبه . ۱۴۰۰کال- غبرګولي ۸ مه
د ښځو چارو سرپرست وزیر حسینې ساپۍ تر مشری لاندې؛ مرستیالانو، مرکزي رئيسانواو د WEE-RDP پروژې استازو په ګډون د بوديجې اومالي کمېټې غونډه د پراختیایې پروژو د پلانونو او پرمختګ د ارزونې په موخه د دې وزارت په مقام کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ښځو چارو سرپرست وزیر د کرونا وایرس د آخته کیدو د مخنیوي روغتیایې لارښوونو ته په پاملرنې په ټينګار سره وویل: " ټول باید د روغتیایې ایمېني ټکي په خپل کاري چاپیریال کې مراعات کړي؛ د ځپل ځان ، کورنۍ او ټولنې د سلامتی لپاره د شونتیا تر بریده د مرض د آخته کیدو څخه د وقایې کوښښ وکړي".
د ښځو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې د پوهاوي د پیام په خپراوي ټینګاروکړ او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته یې دنده وسپارله تر څو د ویدیویې سایټ د جوړلو له لارې ښځو ته د کرونا ویروس دریمې څپې د ګواښونو څخه د پوهاوي په موخه د وزارت د ټولنیزو پاڼو له لارې لاس په کارشي.
همدا شان میرمن ساپۍ، ټولو مرکزي رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د بودیجې په لګښت کې له انډول څخه کار واخلي او په روان کال کې د بوديجې پر وخت لګښت کې په چټکتیا عمل وکړي.
وروسته منيژه طیب زاده، مالي او اداری رئیس او دWEE-RDP چارواکو ، د مرکز او ولایتونو په کچه د پراختیايي پروژو بوديجې د لګښت، پرمختګ او ستونزو په هکله معلومات ورکړل.
یاده ناسته د بېلا بېلو حکمونو په تړاو ترهراړخیزو بحثونو وروسته پای ته ورسېده.
