پیغام د جګړی او د تاوتریخوالي د درولو په کمپاین کې د ګډون غوښتنه. کابل – د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۵ مه

mowa_af
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۵:۱۶
mowa

 

بسمه تعالی و به نستعین

ګرانو هیواد والو، عدالت پلوو ښځو او نارینه وو!

عدالت غوښتونکو سازمانونو، ارګانونو، ادارو او څانګو!

د ښځو چارو وزارت د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي نړیوالی ورځی په اړوند د نوامبر۱۶ ورځینیز کمپاین، په داسې شرایطو کې اعلانوي چې زموږ خلک د تروریستي حملو او تاوتریخوالي ګواښونو فشار لاندې په سختۍ سا باسی. ددی لپاره اداری، سازمانونه او اشخاص د جګړې او تاوتریخوالي د درولو کمپاین فعال ګډون ته را بولی.

دا کمپاین د نوامبر له 25 می څخه پیل او د دسمبر تر 10 می پورې چی د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، دوام مومي. هیله من یوو چې ټولې دولتي ادارې، مدني ټولنې، سازمانونه او بنسټونه خپلو امکاناتو، اقداماتو او نوښتونو سره په دی کمپاین کې برخه واخلي او د خپلو خویندو بلنی هوکړه وکړی.

تاوتریخوالی نړیواله ستونزه ده، افغانانو ته ځانګړی نه ده، خو بدبختانه چې افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو جګړو له امله تنده شوی په ملي پرمختیا کې د ښځو د ګډون مخه یی نیولې ده.

د تاوتریخوالي کمولو لپاره هغه بنسټیز اقدامات چی تر سره شوی په لاندې ډول دي:

د دولت په اساسي او نورو قوانینو کې د ښځو حقوق او ونډه مسجل شوی او د پلي کولو میکانیزمونه یی هم جوړشوی دی. تاو تریخوالی د جرم په توګه په قوانینو کی ثبت شوه. د تاوتریخوالي د مخنیوي عالي کمیسیون او ولایتي کمیسیونونه، همداسی په دی اړوند د څارنوالیو څانګی، ځانګړې محکمې او دملي پولیسو مدیریتونه په مرکز او والیاتو کې له تاوتریخوالی سره په مبارزه کی بوخت او ښکېل دي.

د ښځو چارو ولایتي ریاستونه له ښځینه زندانونو او روغتونونو څخه نظارت کوي. د ښځو دقضیواو شکایتونه څیړنه کیږي. د تاو تریخوالي ځپلو ښځو حمایت کیږی. کورسونه ، ورکشاپونه، د پوهاوي او روزنې ناستې او د پوهاوي کمپاینونه د خلکو د ذهنیت بدلولو لپاره جوړیږی. رسنۍ هم عدالت ته د ښځو دلاسرسي په لټه کې دي.

اوس ددی وخت دی چې علما او روحانیون باید د جوماتونو له لاری مسلمانانو ته د وعاشروهن ژغ ورسوي. او د جګړې او تاوتریخوالي په درولو کی ونډه واخلی.

راځئ چې د دې کمپاین د لیکو په پراخولو سره د تاوتریخوالي مخه ونیسو.

د ښځو چارو وزیره ، الحاج دلبر نظري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ښځو چارو وزرات د مالی او اداری چارو مرستیالی د تحصیلات وزارت په یوه ناسته کی گدون وکره

آغلې میرمن نبیله مصلح، د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې په لوړو زده کړو وزارت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت « له جنسیتي نابرابریو څخه. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۵:۱۶
Background image

پیغام د جګړی او د تاوتریخوالي د درولو په کمپاین کې د ګډون غوښتنه. کابل – د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۵ مه

 

بسمه تعالی و به نستعین

ګرانو هیواد والو، عدالت پلوو ښځو او نارینه وو!

عدالت غوښتونکو سازمانونو، ارګانونو، ادارو او څانګو!

د ښځو چارو وزارت د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۶:۲۷
Background image

دښځو چارو وزارت دپالیسی او مسلکی چارو مرستیالی دنړیوالی بانک له حقوقی کارپوه سره لیدنه

آغلې میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې، چارو مرستیالې د روان کال د لړم میاشت په ۲۸ مه نیټه د نړیوال بانک له حقوقي کارپوه ښاغلې شمس الاسلام جمالی سره د خپل کار په. . .

BACK TO NEWS