په پنجشیر ولایت کې د توتانو نهم جشن ترسره شو
۱۴۰۰ چنګاښ ۲۳
د پنجشیر ولایت آستانه کلی دا ځل د توت خوړلو د کالنۍ مېلې کوربه وو، چې د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ښاغلی عبدالودود علی مردان، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ښاغلی محمد رووف یعقوبي، د ښځو چارو د وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسه آغلې لطفیه مجیدي او له ګاونډيو ولایتونو کابل، کاپیسا او پروان څخه شمېر فرهنګپالو پکې برخه اخیستې وه.
په دې مېلې کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام یو شمېر ګټه اخیستونکیو پخپل ګډون سره کلیوالي تولیدات لکه (لاسي صنایع، زینتي بوټي، وچه ميوه او خوراکي توکي) نندارې او پلورنې ته وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د توت خوړلو دا میله هر کال په اوړي کې د توتانو له پخیدو سره سم د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست په همغږي ترسره کیږي.
