په ټولو چارو کې روڼتیا او څرګنده ځواب وېینه د ښځو چارو وزارت له لمړیتوبونو څخه شمیرل کېږي
شنبه د ۱۴۰۰ ل – ه کال د غبرګولي ۱
د ښځو چارو وزارت د سرپرستې وزیرې حسينه ساپۍ ترمشری لاندې د مرستیالانو، مرکزي رئيسانو، آمرینو او په آنلاین توګه د ولایتونو د رئیسانو په ګډون د مشرتابه پلاوي غونډه د دې وزارت په مقام کې تر سره شوه.
دغونډې په پیل کې د ښځو چارو سرپرست وزیر د چارو بهير روڼتیا او ګړنديتوب ته په کتو سره په ولایتونو کې د پوهاوي په لاره اچولو لپاره د یوه منظم سیستم په جوړونه ټینګار وکړ.
بیا د تېرې غوندې پرېکړې ګډونکوونکو ته وړاندې شوې.
ورپسې حسنا جلیل د دې وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیالې د یاد معنیت د تېرو ۱۵ ورځو کړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
همدا شان نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې د تیرو ۱۵ ورځو کړنې غوڼډې ته بیان کړې.
په بله برخه کې د مالي او اداري ریاست استازي ؛ د ښځو چارو وزارت د عادي او پراختیايې بودجې په هکله معلومات ورکړل؛ چې د یاد شویو معلوماتو پر بنسټ تر دې مهاله دې وزارت وکولای شوه د خپلې عادي بودجې ۲۹ سلنه برخه مصرف کړي همدارنګه په تېره اونۍ کې پراختیایې بودجه ولایتونو ته د پروژو د پلي کولو لپاره ولېږدول شوه .
همدا راز په دې غونډه کې د ننګرهارولایت د ښځو چارو رئیسې په آنلاین توګه ، د یاد ولایت د ښځو لاسته راوړنې او ستونزې همدا شان د ښځو چارو ریاست د ستونزو په تړاو معلومات ورکړل او د ښځو چارو وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل تر څو د هغوی د ستوتزو د حل لپاره چاره ولټوي.
د ښځو چارو وزارت مشرتابه د ننګرهارد ښځوچارو ریاست د رپوټ تر اورېدلو وروسته؛ د ستونزو د هواری په هکله د دې وزارت ژمنتیا څرګنده کړه او په ورته مهال کې يې په ادارو کې د ښځو د ګومارنې د کاري بهېر د اسانتیا او ښه والي لپاره ولایتي ریاستونو ته اړینې لار ښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د بېلو موضوعاتو په تړاو د بحٍث اونظرورکولو وروسته د ښځو چارو وزارت مشرتابه یو ځل بیا د کار ي بهیر په روڼتیا او چټکتیا ټینګار وکړ.
