په ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو د ستونزې د حل په موخه دوهمه مشورتي ناسته جوړه شوه.

mowa_af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۴:۱۶
mowa

په ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو د کارزمینې د برابرولود څرنګوالي په موخه دوهمه مشورتي ناسته د حسینه صافي د ښځو چارو سرپرست نوماند وزیر، مرستیالانو، د عدلی او قضایی بنسټونو استازیو او یو شمیر قاضیانو او څارنوالانو په ګډون د دې وزارت د زینب سینما په تا لار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې حسینه صافي د ښځو چارو سرپرست نوماند وزیرد د ې ناستې د موخو د بیان په ترڅ کې وویل: شته ستونزو ته په کتوسره ځني ښځینه قاضیان نه شي کولای په ولایتونو کې دنده ترسره کړي له دې کبله د ا مسئولیت ستاسو قدرمنو قاضیانو دی ترڅو په خپل تخصص او تجربې سره په ولایتوکې د یاد ستونزي لپاره د حل لاري ولټوئ.
همدارنګه د ښځو چارو سرپرست نوماند وزیر ټینګاروکړترڅو خپل اندونه او وړاندیزونه د قانون د حاکمیت په غونډه کې وړاندې کړئ ستاسو دا پریکړه
کولای شي په ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو ډیرې ستونزې حل کړي.
د ناستې په دوام جاوید رشیدي دسترې محکمې د دارالانشأ رئيس وویل: له نیکمرغه ستره محکمه د ځپلوپرله پسې هڅوسره وتوانیدله چې ۲۵۶تنه ښځینه قاضیان او ۳۳۶تنه اداري کارکوونکي په بیلا بیلو څانګو کې د ولایتونو په کچه په دندو وګوماري.
بیا سیناشنا د لوي څارنوالۍ مرستیال په دې اداره کې د ښځو د پیشرفت د بیان په ترڅ کې وویل: مخکې د لوی څارنوالۍ په اداره کې د ښځو شتون ۳ سلنه ؤ خو اوس داشمیره ۲۳ سلنې ته لوړه شوي ده.
د دې ناستې په حاشیه کې یو شمیر ښځینه قاضیانو او څارنوالانو په لرو پرتو سیمو کې د ښځینه قاضیانو د د ندې دستونزود حل په اړه په څلورو ګروپونو خپل اندونه او وړاندیزونه په ترتیب وړاندې کړل.
د ناستې په پای کې سپوړمۍ وردک د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیالې د ناستې د جمع بندۍ په ترڅ کې وویل: د ښځو د ستونزوغور او څیړنه د دې وزارت له لمړیتوبونوڅخه شمیرل کیږي له دې کبله د ښځو چارو وزارت به د ښځینه قاضیانو ټولې ستونزي او وړاندیزونه د حکومت له مشر تابه سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۴:۲۹
Background image

حسینې ساپۍ: د ښځو چارو ولایتي ریاستونه مکلف دي ترڅو؛ د ولایتونو په ټولو ولسوالیوکې د شته اسانتیاو او فرصتونه څخه په ګټه اخیستو سره د ښځو ستونزوته د حل لارې چارې ولټوي.

د مرغومي ۲۵ مه ۱۳۹۹
حسینې ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرست له مولوي عتیق الله عتیق د بامیانو ولایت مالي او اداري مرستیال سره ولیدل.

په دې کتنه کې میرمن ارزو غزیزی او فرشته سادات د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۴:۵۳
Background image

د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ نارینه او ښځینه مساوي حقونه لري

د مرغومي ۲۲ د ۱۳۹۹

د هیواد اساسی قانون د تصویب د اولسم تلین لمانځ غونډه د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې، مرکزي رئيسانو، چارواکو او کار کوونکو په ګډون د دې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۴:۲۶
Background image

د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی معین،

د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی معین، د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي نه دمنع عالي کمیسیون یو شمیر غړو په حضور کې یو با احساس افغان، تکړه ډاکټر (زلمی خان احمد زي ) چې دتاوتریخوالي نه د. . .

BACK TO NEWS