هوکړه لیک د ګټورخدمتونو د وړاندې کولو، سمبالتیا او همغږی د لمس وړ یوه پیمانه ده
۱۴۰۰ د غبرګولي ۲
د ښخو چارو وزارت او نورو بنسټونو لکه د افغانستان د مطالعاتو مرکز، د کانسرن ټولنه د لاس په لاس افعانستان د خوړو او کورني اقتصاد انستېتوت ترمنځ د مرستې دوه ارخیزه هوکړه لیکونه د ښځو چارو وزارت سرپرست وزیر حسينې ساپۍ، د ښځو د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې، مرکزي رئيسانو او د یادوموسساتو او ټولنو د رئيسانو په ګډون د دې وزارت په مقام کې لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال د ښځو چارو سر پرست وزیر په ټول هېواد کې د ښځو دپیاوړتیا او ځواکمنۍ همداشان په ځانګړو ساحو کې د یو منظم چوکاټ پر بنسټ، اغیزمن او با کیفیته کار ته په اشارې سره د ښځو اړوند ټولوپروګرامونو ترچتر لاندي را وستلو پرهڅو ټينګار وکړ.
وروسته د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د مطالعاتو مرکز، د افغانستان دکورني اقتصاد اوخوړوانستېتوت، د افغانستان لاس په لاس ټولنې او کانسرن موسېسې تر منځ د مرستې دوه اړخیزه هوکړه لیکونه د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمني مرستیالې ندیره رحمان او او یادو ټولنو د رئیسانو لخوا لاسلیک شول.
د یادونې وړ ده چې دا هوکړه لیکونه ANPDF2 ( د دوهم افغانستان د سولې او پراختیا پروګرام)، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د SDGs(د روانې پراختیا موخي) او د ښځو لپاره د نورو پراختیايي موخو، د کرهنې ، ښوونې روزنې برخه کې، ګواښونو د کمښت، بيړنیو مرستو ويش، د ژوندانه ښه والي، د بیوزلۍ کمښت، په کلیواو ولایتونو کې د ښځو لپاره د کاروبار را منځ ته کولو، د ښځو پیاړتیا، د ښځو سلامتیا او سوکالی، د ښځو د خوړو د وضعیت ښه والي، مړیني د کمښت او په ښوونځیو کې د نجونو د حضور زیاتوالي په برخه کې د جنسیت اړوند مسلو د پوهاوي په هکله د سيمينارونو، ورکشاپونو،سروي ګانود پلي کولو لپاره لاسلیک شول.
