مطبوعاتی اعلامیه

mowa_af
mowa

په غور ولایت کې د وسله والو مخالفو ډلو لخوا د یوې ښځې او د هغې خاوند وژنې په تړاو مطبوعاتی خبرپانه؛
د غور ولایت څخه د رارسیدلو خبرونو له مخې ، وسله والو مخالفینو د دې ولایت د تیوره ولسوالۍ د ګریوه په کلي برید وکړ او لمړۍ د کلي مشر ارباب شاه ګل او د هغې میرمن یې له کوره څخه وایستل او وروسته د مرمۍ په دزو یې ووژل. دغه عمل د دې لامل شوه ترڅو 15 کلن قمر ګل او د هغه 12 کلن ورور حبیب الله، وسله راپور ته کړي، چې د وسله والو مخالفینو دوه غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د ښځو چارو وزارت د مشرتابه هیات. تل د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا د بې ګناه خلکو په ځانګړي ډول بې ګناه او بې دفاع میرمنو او انجونو وژنه او ټپي کیدل په کلکه غندي.
په ورته وخت کې ، دغه وزارت د هیواد له امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونکړي.

د ښځو چارو وزارت مشرتابه

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۸:۴۳
Background image

د پښتو ملي ژبې په مناسبت د ښځو چارو وزارت د مشرتابه پيام

 د هېواد کلتوري او ژبنۍ تنوع د افغانستان یوه ښکلا ده. د هېواد د کلتورونواو ژبو پیاوړتیا او یو بل منل د هېواد د وګړو د یوالي او ملي قوت لامل ګرخي.

د ښځو چارو وزارت په هېواد کې ټولو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۸:۳۸
Background image

د افغان روبات جوړونکې نجونو ډ لې د بریالیتوب په مناسبت  د ښځو چارو وزارت د مشرتابه د مبارکی پیغام

د فوریزمجله، افغان روبات جوړونکې نجونې د پوهانو په ۳۰ لړلیک کې، د اسیا په کچه تر۳۰ کلن سن لاندې نوښتګر او پانګه وال معرفي کړی دی. دغه پنځه افغان نجونې د کوید ۱۹ناروغانو د درملنې لپاره د . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

د دوو ښځینه قاضیانو د شهادت په اړه د ښځو چارو وزارت د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

په دیر خواشینی سره خبر شوم چې په دوه ښځینه قاضیانو پرون سهار د کابل د لسمې امنیتې حوزې په قلعه فتح الله سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا برید شوی. په دی برید کې دوه ښځینه قاضیان وژل . . .

Back to announcements