قطعنامه

mowa_af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۴:۲۲
mowa

د لوی او بخښونکي خدای تعالی په سپيڅلی نامه

پرېکړه لیک

د افغانستان داسلامي جمهوری  نظام د فاع په خاطر دافغانو ښځو غږ!

  کال ۱۳۹۹ د تلې ۲۰ نېټه کابل

د پېل خبرې:

 افغاني مېرمنو ته په هېواد کې د څلورو لسیزو په اوږدو کې په ټولنیز ، اقتصادي ،سیاسي ، او فرهنګي برخو کې تر هرڅه زیات زیان رسیدلی دی دټولنې او  کورنیو په کچه یې دېرې قربانۍ ورکړی او بې شمېره رنځونه یی تجربه کړي دي .دهمدی جګړې په وجه بې کوره او بې سرپرسته شوي دی خپل پلار ، د ژوندانه ملګري، ځامن ، وړونه او د کورنې نور غړي له لاسه ورکړي دی .

ښځې هېڅکله هم په جکړه کې ښکېل نه وي خو په دي هېواد کې د سولې د تڼګښت لپاره له بېلابېلو ادرسونو نه د سولې د رامنځ ته کیدو کوښښ کړې دی.

دغه جګړې ته چې هره ورځ له ځوانانو او په ټوله کې زمونږ د بې ګناه هېواد والو لکه ښځو نارینوو ، او ماشومانونه په قربانئ پاې رسیږی د پای ټکی ایښودلو تهاړتیا ده.

 افغانو مېرمنو په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره ډېر اړین او مهم کارونه د دولت ، مدني ټولنو ، انجمونو او شبکو په کچه په مرکز او ولایاتو کې لکه د اجماع ، کنفرانسونو ، کمپا ینونو په هېواد کې دنننه او د باندنیو هېوادونو مشرانو ته سر خلاصي لیکونه استولي په دی ترڅ کي یی د دې مشرانو پام یې سولې ته اړولې دی.

دا دی یو ځل بیا افغانې مېرمنې د ټول هېواد په مرکز او ۳۴ ولایاتو کې سره را غوندې او د افغانستان د اسلامي جمهوری نظام تر شعار لاندې کمپاین کې ګډون کوی او غواړي چې دخپلو حقونو د تحقوق لپاره خپله ښاری ژمنتیا اوغږ د سولې د مذاکراتو د دواړو خواوو او ټولو نړیوالوترغوږود دې پرېګړه لیک له لارې ورسو.

۱- مونږافغانې مېرمنې د خبرو له دواړو خواوو ( د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت او د طالبانو) له لوري نه د بې له ځنډه اوربند او د بې ګناه افغانانو د وینو تویدو ته د پاې ورکوني غوښتونکي یو .

۲- مونږ افغاني مېرمنې د اسلامي نړۍ ددینی عالمانود فتوی له مخې چي وایی  د مسلمان جګړه د مسلمان په وړاندې جواز نلري ځکه افغانې ښځې له دیني عالمانو نه دا غواړي څو د سولې د فرهنګ، راوجولو، سوله پالنې دارزښتونوساتنه ملي او دیني هویت د ملي یوالي د  ودې لپاره یو د بل منل او د شخړو له منځه وړلو لپاره دی د جوماتونو له منابرود غږ په پورته کولوهڅه او هاند وکړي. .

 

۳-  مونږ افغاني مېرمنې د افغانستان د جمهوري نظام د دفاع په خاطر او د ښاری ژمنتیا له حقونو اود دوو لسیزو په اوږدو کې د ټولو وګړو په تېره د ښځود حقونو، د ملي خپلواکې ځکمني بشپرتیا نه ددفاع غوښتونکی یو.

۴- مونږ افغاني مېرمنې د خپلو سیاسي او مدني حقونو په خاطرد سولی په روانو مذاکراتو کې د هېواد د اساسي قانون ساتل او د ملي وثیقې په توګه خونديتوب غواړو .

۵- مونږه افغاني مېرمنې افغانستان د جمهوري نظام له پرګنیزو اقداماتو او حرکت نه تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په خاطر ملاتړ کوو او په هېواد کی د تل پاتې سولې د رامنځته کېدو په خاطر د دغسې یو خوځون ملاتړي یو .

۶- مونږ افغاني مېرمنې په هېواد کی د ملکي اوامنیتي بنسټونو د تل پاتی پرمختګ ملاتړی یو.

۷-  مونږه افغاني مېرمنې په هېواد کی د جګړې د شهیدانو، زیانمنو کورنیواو معلولینو په کلکه ملاتړاو د امنیتي قوتونو د ځواکمنتیا ، د ساتنې او تلپاتېتوب غوښتنکي یو.

۸- مونږ افغاني مېرمنې د ګاونډيتوب، د نږدیوالی پربنسټ د سیمې او ګاونډیو هېوادو د ملاټړاو په هېواد کې د سولې د پروسې د چټکتیا غوښتونکې یو .

۹- مونږ افغاني مېرمنې ددی هېواد د مسوولو وګړو په توګه د سوله ایز ژودانه ، د یو دبل منلو د ژبني، قومي، ديني ، مذهبی او ملي یوالې غوښتونکې یو.ځکه زمونږه ښکلا زمونږ په قومی، ژبني، ديني ، مذهبی او ملي یوالې کي ده.

دغه پرکړه لیک ، د یوی مقدمی او نهه مادو په پام کی نېولو سره د ټول هېواد له ۳۴ ولایاتو نه د ۱۵۷۰۰ تنه مېرمنوله خوا را غونډ، تایید او تصویب شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۸:۴۹
Background image

د جندرد کمیټی میاشتنی غونډه د حج او اوقافو په وزارت کی پرانستل شوه

د جندر د کمیټی میاشتنی غونډه د شاغلی داکترمظفری د حج او اوقافود پالیسی مرستیال او اغلی سپوږمی وردک د ښځو د چارو وزارت د پا لیسی او مسلکی مرستیالی تر مشری لاندی پرانستل شوه 

په یاده. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۴:۲۴
Background image

د سپوږمی وردک تر مشری لاندی د سمون د کمیټی څلورمه ناسته تر سره شوه

د ښڅو د چارو وزارت د پالیسی او مسلکی معینی اغلی سپوږ وردک تر مشری لاندی د انسجام د کمیټی څلورمه ناسته نن سها ردغرمی مخکی د دی کمیټی د غړو په کډون د ښخو لپاره د ښځو دفترکی تر سره شوه .
۳. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۴:۳۴
Background image

د ښځو لپاره انرژي د اونې په تړاو د ښاغلي سید مجتبی لیدنه د مسلکي معینې سره

د پولي تخنیک د پوهنتون استاد ښاغلي سید مجتبی ایشان زاده د ښځو چارو د وزارت د پالیسې او مسلکي معینې آغلې سپوږمۍ وردګ سره د هغې په کاري دفتر کې وکتل.

29/7/1399
په دی لیدنه کې ښاغلې ایشان. . .

BACK TO NEWS