د کورنیو ( داخلي) بېځایه شویو ښځو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کول د ښځو چارو رياستونو لومړیتوب دی
یکشنبه د زمري ۳ مه ۱۴۰۰
حسينه ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرستې له مېر من خاطرې شیخاني د پنجشېر ولایت د ښځو چارو ریسې سره وکتل او د یو شمېر موضوعګانو لکه: په ولایتونو کې د ښځو وضعیت، د ښځو پر و ړاندې امنیتي ګواښونو، پجشېر ولایت ته د کندوز، تخار، بغلان، او بدخشان ولایت څخه د یو شمېر نارينه وو او ښځينه وو هجرت په تړاو بحث او د نظرونو تبادله و کړه. مېرمن ساپۍ د پنجشېر ولایت د ښځو چارو له ریسې څخه وغوښتل تر څو د هغو شمېر مېرمنو سره وګوري چې د نورو ولایتونو څخه يې د پنجشېر ولایت ته هجرت کړۍ او د دوی د ستونزو د حل په موخه يې د نورو اړونده بنسټونو سره په همغږی مرسته وکړي.
همدا رنګه په دې ليدنه کې د ښځو چارو سر پرست وزیر وویل: د وروستیو جګړو له کبله ښځو خپل هستوګنځي له لاسه ور کړي او نورو ولایتونو ته يې هجرت کړی; د همدې پر بنسټ د ښځو چارو وزارت پر یوه پرو پوزل کار کوي تر څو وکولای شي د هجرت په ورځو کې د ښځو اړتیاوو ته د حل لارې ولټوي.
مېر من ساپۍ په هېواد کې وړوستۍ جګړې د اندیښنې وړ وبللې او له ټولو مېرمنو څخه يې وغوښتل تر څو په دې حساسو شرایطو کې د ښځو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د نظام تر څنګ ودرېږي او خپله روحیه له لاسه وړ نکړي.
