د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو او د روانو امنیتني حالاتو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۱۴۰۰ زمري ۲۰
د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۱۲ همکارو موسسو استازو د دې وزارت د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا له معینې آغلې نذیره رحمان او د دې پروګرام له رییسې آغلې لطیفه مجیدي سره د پروګرام د فعالیتونو په اړه د ښځو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د پروګرام تر پوښښ لاندې ولایتونو کې پر امنیتي حالاتو او د پروګرام پر فعالیتونو بحث او خبرې اترې وشوې او ګډونوالو د پروګرام د تطبیق لپاره پر نویو لارو چارو خپل نظریات د وزارت او پروګرام له چارواکو سره شریک کړل.
آغلې نذیره رحمان د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا معینې د برخوالو د نظریاتو په اوریدو سره د پروګرام د همکارو موسسو استازو ته لازمې لارښوونې وکړلې او د ښځو چارو له ولایتي ریاستونو سره یې د یادو موسساتو د اړیکو په پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسې آغلې لطیفه مجیدي د آغلې معینې د خبرو په تایید د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د کارکوونکو لپاره پر تخنیکې چارو بحث وکړ او د یادو موسساتو له استازو څخه یې وغوښتل چې په غوره توګه د پروګرام فعالیتونه مخته یوسي.
د یادونې وړ ده چې ۱۱ غیر دولتي موسسې په ۲۳ ولایتونو کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام فعالیتونه پلي کوي.