د ښځو چارو په وزارت کې د ماشوم ورځ ولمانځل شوه

mowa_af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۱:۴۲
mowa

چارشنبه د غبرګولي ۱۲مه ۱۴۰۰ ه .ل. کال

د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې او ځینو کارکوونکو په ګډون د ماشوم ورځ له غرمې مخکې د دې وزارت په انګړ کې ولمانځل شوه.

د اقتصادي چارو د پياوړتیا مرستیالې  میندو ته د ماشوم ورځې د مبارکي ویلو په ترڅ کې وویل: د ماشوم د عمر په ټولو کلنو کې د پاملرنې وړ موضوع ، د هغوی خوراک، ښوونه اوروزنه ده . اومیندې په دې برخه بڼستیز رول لوبوي، او کولای شي د اړینو ټکو په پام کې نیولو سره اغیزمن او ګتور رول ولوبوي. همدا شان یې له ټولو کورنیو څخه وغوښتل چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې پانګونه وکړي .

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۴۶ زږیدیز کال کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې ، د ملګرو ملتو عمومي غونډې د ماشومانو د ملاتړ په موخه د یونسیف په نامه یوه ټولنه جوړه کړه او د اکتوبر ۸ مه  يې د ماشومانو نړیواله ورځ ونوموله او وروسته د جون لومړی چې د غبرګولي له یوولسمې نېتې سره سمون خوري په ۱۹۴۶زږیدیزکال کې د ښځو د نړیوالې دموکراتیکې ټولنې په غونډه کې چې په پاریس کې ترسره شوه د ماشومانو نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه.  

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۴:۵۹
Background image

د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ”هرځوان یو سرتېری“ تر سرلیک لاندې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۸
Background image

د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو  او د روانو امنیتني حالاتو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۱۴۰۰ زمري ۲۰

د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۱۲ همکارو  موسسو استازو د دې وزارت د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا له معینې آغلې نذیره رحمان او د دې پروګرام له رییسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۴:۴۱
Background image

په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په اړه د همغږۍ ناسته، وشوه

چهارشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰
کابل، افغانستان: د ښځو چارو وزارت، د چهارشنبې په ماسپښین د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په. . .

BACK TO NEWS