د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسینې ساپۍ، نن ماسپښین د کندهار والي حیات الله حیات، سره د خپل کار په دفتر کې ليدنه.

mowa_af
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۴:۸
mowa

1399/5/4
پدې ليدنه کې لومړۍ، ښاغلې حیات د حسینې ساپۍ،د ښځو چارو وزارت سرپرستې او د ښځو چارو د وزیرې په توګه ټاکل کیدو ته مبارکي وویله او د هغه ټاکنه یې په هیواد کې د ښځو د ستونزو په حل کې مؤثر ګام وباله.

همدا راز پدې ليدنه کې ښاغلي حیات، د کندهار ولایت د ښځو وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړه او غوښتنه یې وکړه چې په دې ولایت کې د ښځو لپاره د کار زمینې برابرې کړي.

د دغې ليدنې په پای کې، حسینې ساپۍ، ښځو چارو وزارت ته نومانده وزيرې، په خپله وینا کې پدې ولایت کې د ښځو چارو وزارت د مشرتابه د ملاتړ دوام د لازمو آسانتیاو او امکاناتو چمتو کولو په خاطر د اړونده ادارو له لارې د میرمنو ستونزو ته د رسیدګي ژمنتیا په څرګنډولو سره وېې ويل: چې د هیواد په ټولو ولایتونو، په ځانګړي توګه په کندهار ولایت کې د ښځو د ځان بسیاینې او پیاوړتیا لپاره د میرمنو لپاره د کارموندنې زمینې برابرولو کې له هیڅ ډول هڅې څخه به ډډه ونکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۴:۴۸
Background image

آغلې حسینه ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزيرې، له آغلې زينب موحد د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د نصاب د اصلاحاتو سلاکارې سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د حسینه ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزیرې په ټوګه د ټاکل کیدو د مبارکۍ په ویلو سره، دواړو لوریو د ښځینه دیني عالمانو سره د ښځو چارو وزارت د برنامو غوره همغږي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۶:۱۶
Background image

د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیالې د افغان میرمنو شبکې له حق غوښتنې مسؤلې سره ولیدل.

سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې د میرمنو شبکې د حق غوښتنې مسؤلې میرمن روشن مشعل، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې کتنه کې، دواړو لوریو د قرنطین مودې په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۴:۱۴
Background image

حسینې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت له ځوانانو سره د دغې وزارت په مقر کې وکتل.

په دغه کتنه کې، میرمن ساپۍ، ته د ښځو چارو وزارت د سرپرستې وزیرې په توګه د ټاکل کیدو مبارکۍ ویلو په ضمن کې د مختلفو مسایلو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته د کندهار ولایت ځوانانو، د ښځو. . .

BACK TO NEWS