د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی چارو رئیسه معرفي ش

mowa_af
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
mowa

آغلې میرمن ماري سادات، نن شنبه د روان کال د کب میاشت په 24 مه نیټه له آغالې سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې لخوا د دغې وزارت د پلان او پالیسي چارو رئیسې په حیث معرفي شوه.

د آغلې میرمن سادات د معرفي کیدلو پر مهال آغلی میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالي، او د دغې وزارت ځینې همکاران او کارکوونکې هم حاضر وو.

آغلی وردګ د پلان او پالیسي نوي رئیسې د معرفي کولو پر مهال د یاد ریاست همکارانو او کار کوونکو څخه په منندویي سره وویل: د پلان او پالیسې ریاست د نورو ریاستونو په پرتله یو مهم ریاست دي هیله مند یو چې د آغلې سادات، په راتلو سره د ښځو په برخه کې د موسساتو او انجیوګانو څخه د کومکونو په جذبولو سره دغه وزارت ته اغیزمنه کارونه ترسره شي.

آغلې میرمن ماري سادات، د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغه شوې ده او له 1383 ه ش کال را پدیخوا د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمیسیون  کې یې دنده ترسره کوله چې وروسته بیا  د آزاد رقابت له لاري د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسي چارو ریاست بست ته کامیابه او معرفي شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۰
Background image

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی چارو رئیسه معرفي ش

آغلې میرمن ماري سادات، نن شنبه د روان کال د کب میاشت په 24 مه نیټه له آغالې سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې لخوا د دغې وزارت د پلان او پالیسي چارو رئیسې په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۷:۹
Background image

د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د آکسفام د انکشافي خپرونو عمومي مدیر سره ولیدل

آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د روان کال د کب میاشت په اوومه  نیټه له ښاغلی فضل امیري، او د هغې سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په. . .

BACK TO NEWS