د ښځو چارو سرپرستې وزیرې د ترکیې د کورنیو چارو او ټولنیزو خدمتونو له وزیر سره وکتل
د ښځو چارو سرپرستې حسینې ساپۍ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو اتم کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو او ټولنیزو خدمتونو وزیرې دریا یینک سره وکتل.
په دې ناسته کې د ښځو چارو وزیرې د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکیې جمهوریت تر منځ ژورې تاریخي، کلتوري او سیاسي اړیکې د ښځو د اوسني وضعیت، سولې پروسې، او پدې پروسه کې د ښځو د پیاوړتیا د ښځو حقونو او د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
