د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

mowa_af
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۰
mowa

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

په پیل کې حمدالله ارباب دې لیدنې ته د فرصت برابرولو څخه مننه وکړه او په دولتي بنسټونو کې یې په روڼتیا او حساب ورکونې باندې د ټینګار تر څنګ د اطلاع رسونې دود عامولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پیاوړي کولو په برخه کې د ښځو او نارینو ګډون اړین وباله.

هغه زیاته کړه؛ ښځې د سړیو په څېر حق لري چې د دولتي بنسټونو له کړنو خبرې شي او آن تر دې چې د هغو پروګرامونو په اړه چې د ښځو په اړه دایرېږي پوه، د پایلو او د اغیز په تړاو یې اطلاعات ولري.

ورپسې زهرا موسوي د کمېسیون او د ښځو چارو وزارت د ګډو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او دې دواړو ادارو تر منځ د ظرفیت جوړونې او پوهاوي ګډ پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

حسینې ساپۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ښځو چارو وزارت سره له وړاندې همغږۍ څخه مننه وکړه او د کمېسیون کارونه یې وستایل.

هغې زیاته کړه؛ د ښځو چارو وزارت دیموکراتیکو ارزښتونو ته ژمن دی او غواړي د روڼتیا او حساب ورکونې تر چت لاندې خپلې چارې پر مخ یوسې.

صافۍ زیاته کړه؛ پرته له شک څخه اوسنې شرایط ایجابوي چې وزارت پورې اړوند اطلاعات له وړاندې خپاره شي.

mowa

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ښځو چارو په وزارت کې د ماشوم ورځ ولمانځل شوه

چارشنبه د غبرګولي ۱۲مه ۱۴۰۰ ه .ل. کال

د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې او ځینو کارکوونکو په ګډون د ماشوم ورځ له غرمې مخکې د دې وزارت په انګړ کې ولمانځل. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۹:۴۴
Background image

 د کورني، موراو پلار د معنوی ارزښتونو د زیاتوالي نړیوالې ورځې د لمانځنې د کنفرانس په هکله د دوهمې مقدماتي غونډې تر سره کېدل.

یکشنبه د غبرګولي ۹ مه ۱۴۰۰

دا غونډه د نذیره رحمان د ښځو وزارت د اقتصادي ځواکمني چارومرستیالې تر مشري لاندې د رئيسانو، آمرینواو د د ې وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ چارو د معاونیت د سلاکار په. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۲۰
Background image

د ښځو چارو ریاستونه  په ولایتونو کې ښځو اړونده مسٔلو ته د پاملرني په موخه  د اړیکو غښتلې پته ده

شنبه - غبرګولي ۸مه – ۱۴۰۰

حسینه ساپۍ د ښځوچارو سر پرست وزیرنن د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رئيسې له خوشبو میدانوال سره د هغه ولایت د ښځو ستونزو د هواوري په تړاو خبرې وکړې.

په دې ليدنه. . .

BACK TO NEWS