د ښځو ځواکمنۍ د ملي پلان د وروستي کولو غونډه
۱۴۰۰ د غبرګولي ۴مه
د ښځو چارو وزارت د حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرست وزیر تر مشری لاندې ، د پرانیستې حکومتولۍ، د جمهوری ریاست د چارو ادارې، سکتوري ادارو او مدني ټولنو استازو په ګډون د ښځو د ځواکمنۍ د ملۍ پلان د وروستي کولو په موخه غونډه ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ښځو چارو سرپرست وزیر د نذیزې رحمان د ښځو اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې، او د پلان او پالیسۍ رئيس څخه چې د ښځو ځواکمنۍ ملي پلان د وروستي کولو په برخه کې يې ګتوري هڅې کړې، قدرداني و کړه او زیاته یې کړه چې دې وزارت یاد پلان د ترسره شوې ارزونې پربنسټ وروستی کړی.
همدا شان نوموړې د ښځوچارو وزارت د پرانیستي حکومتولۍ اصولو او ارزښتونو پلي کولو ته ژمن وګاڼه او زیاته يې کړه، د حکومت د مشرتابه د پاملرنې او د ښځو چارو وزارت په وړاندیز په دې وروستیو کې ګڼ شمیر میرمنې په ولایتونو کې د مرستیال والي په توګه په دندو ګمارل شوېدي، چې دا هم د پرانستې حکومتولۍ او د سيمه ییزې حکومتولۍ په کچه د میرمنو فعال ګډون ښکاره بېلکه ده.
د ناستې په بله برخه کې شریف اختر د WEE-RDP دفتراستازي د پریزنتېشن په ترڅ کې د ښځو ځواکمنۍ د ملي پلان د مسودې په تړاو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دې پلان په پلي کولو سره به په بیلا بیلو برخو کې د ښځو د پیاوړتیا او ګډون لاره هواره کړي.
د دې ناستې پر دوام د اړونده ادارو استازو د یاد پلان د بډاینې په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل او د اړتیاوو، د ټولنې ظرفیت او څارونکو ټولنو د رول پر بنسټ د دې پلان پرپلي کولو ټینګار وکړ.
په پای کې د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې له ټولو اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د دې پلان د بډاینې په پار خپل نظرونه او وړاندیزونه له دې وزارت سره شریک کړي
