د ښځو لپاره اغیزمن او کیفیت لرونکۍ کار د ښځو چارو وزارت د غوره موخوڅخه دی

mowa_af
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۰:۲۷
mowa

۱۰ لندۍ ۱۳۹۹
نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقنصادي پياوړتیا مرستیال له نزمن بهار د جندراوبشر حقونو کارپوه او سراج الدین جویا د سویدن کمیټې د جندر مشر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه شاغلي سراج الدین جویا په افغانستان کې د سویدن کمټې د کړونو په تړاو معلومات وړاندې کړل د دغه معلوماتو په بنسټ د سویدن کمیټه د ۵ زونو په کچه ۱۴ ولایتوکې په ټاکلو سیمو کې د اقتصاد وزارت سره په همغږۍ له ۳۵ کالو را پدیخوا د ښوونې، روغتیا، کلیو پراختیا او معیوبیو د بیا پياوړتیا په برخه کې فعالیت تر سره کوي شاغلي جویا د ښځو په وړاندې د تاو تر یخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین ، دکرونا ویروس اوپه ښځو په ځانګړي ډول د هغوی په اقتصادي وضعیت اغیزو په تړاو د جنسیتو کارپوهانو آنلاین ناستې جوړول او د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي پيښوپه برخه کې د قانون پلی کیدلو په هکله معلومات وړاندې کړل او په یاده ناسته کې يی د ښځو چارو وزارت د ونډې اخستلو په برخه د مرستې غوښتونکۍ شو. همدارنګه د سویدن کمیټه د استازۍ د ویناوو په بنسټ د خپلو کړونو میکانیزم د څلورو کالو لپاره په پلان کې نیولۍ او داځل غواړي د میکانیزم او پلان جوړونې برخه کې د ښځو چارو وزارت آندونه او وړاندیزونه په پام کې ونيسي .
د لیدنې په پای کې نذیره رحمان د ښخو چارو وزارت د اقتصادي پیاوړتیا مرستیال د یادې کمیټې د کړنو څخه په خپلو پروګرامونوکې د مننې په ترڅ کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او د ښځو چارو وزارت سره د لا ډیرې همغږۍ په برخه کې د ډیرې پاملرنې غوښتونکې شوه په عین حال کې د جنسیت دکارپوهانوپه انلاین ناستې چې په راتلونکو ورځو کې ترسره کیږي د ګډون په برخه کې د مرستې او چمتوالي اعلان وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۴:۲۹
Background image

حسینې ساپۍ: د ښځو چارو ولایتي ریاستونه مکلف دي ترڅو؛ د ولایتونو په ټولو ولسوالیوکې د شته اسانتیاو او فرصتونه څخه په ګټه اخیستو سره د ښځو ستونزوته د حل لارې چارې ولټوي.

د مرغومي ۲۵ مه ۱۳۹۹
حسینې ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرست له مولوي عتیق الله عتیق د بامیانو ولایت مالي او اداري مرستیال سره ولیدل.

په دې کتنه کې میرمن ارزو غزیزی او فرشته سادات د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۴:۵۳
Background image

د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ نارینه او ښځینه مساوي حقونه لري

د مرغومي ۲۲ د ۱۳۹۹

د هیواد اساسی قانون د تصویب د اولسم تلین لمانځ غونډه د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې، مرکزي رئيسانو، چارواکو او کار کوونکو په ګډون د دې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۴:۲۶
Background image

د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی معین،

د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی معین، د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي نه دمنع عالي کمیسیون یو شمیر غړو په حضور کې یو با احساس افغان، تکړه ډاکټر (زلمی خان احمد زي ) چې دتاوتریخوالي نه د. . .

BACK TO NEWS