د ښځو د پراختیایې د پرو ګرامونو سمون د هغوی د انډولیز پرمختګ اوکړنو د اغیزمنتیا سبب کېږي.
یکشنبه د چنګاښ ۱۳ مه ۱۴۰۰ ه ل
کابل ـ د ښځو د عالي شورا د پنځمې ګنې مصوبې د تعقیب په موخه د حسينه ساپۍ د ښځو چارو سرپرست وزیر په مشری، د اقتصادی ځواکنمي د چارو مرستیال، د ښځو د عالي شورا سلاکار، ځېنو مرکزي رئسانو د مالیې وزارت، WEE- NPP پروژې استازو د دې وزارت په مقام کې غونډه ترسره شوه.
د ا غونډه د ښځو د عالي شورا د لومړی جلسې د مصوبې پر بنسټ چې په په هغو کې ټولو هغو اداروته چې د ښځو د ځان بسیاینې په برخه کې فعالیت کوی، لارښوونه شوېده تر څو یاد پروګرامونه د ښځو چارو وزارت ته ولېږدوي، تر سره شوه.
د ښځو چارو سرپرست وزیر په پرانېستونکې وینا کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا په برخه کې نړیوالو ژمنوته په اشارې سره، پر ګډونوالو ټېنګار وکړ تر څو د خپلو تجربو څخه په ګټه اخېستو سره دې وزارت ته د پروګرامونو د لیږد په برخه هڅه وکړي، ترڅو د هېواد ښځو ته په اغیزمنه توګه فعالیت ترسره شي.
د غوندې پر دوام ، ګډونوالو د WEE-NPP پروژې د وخت پای ته رسېدوسره د یادې پروژې لخوا د ښخو اړوند د لېکنې سیستم جوړول او د پروژې فعالیتونوغزولو په اړه بحث وکړ. همدا راز ګډونوالو له نورو ادارو څخه د ښځو چارو وزارت ته د پروګرامو د بریالی لیږد په تړاو خپل نظرونه او وړاندېزونه وړاندې کړل، د یادو ادارو د استازو ترهر اړخیزه بحثونو وروسته؛ خپلې ژمنې څرګندې کړې.
یاده غونډه د پروګرامونود پلان، فعالیت د ګټورتیا او همهال؛ د مالیې وزارت وزارت لخوا د د ښځو چارو وزارت ته د پروژو او پروګرامونو د لیږد پلان چمتو کولو په موخه د تخنيکي ټیم جوړولو سره پای ته ورسېده .
