د ښځو آواز او مشرۍ تر نوم لاندی پروژې د ښځو چارو وزارت او د آسیا بنسټ ترمنځ په امضاء ورسیده

mowa_af
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۶:۵۲
mowa

په دغه رابطه باندې آغلې الحاج میرمن دلبر نظري، د ښځو چارو وزارت وزیرې د روان کال د لړم میاشت په ۱۲ نیټه د آسیا بنسټ مشر ښاغلې عبدالله احمد زی، او آغلې میرمن ساندرا فینزیګ، مرستیالې سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې لمړی میرمن دلبر نظري، ښاغلې احمد زی، او د هغې مرستیالې ته د خپل کار په دفتر کې ښه راغلاست وویل.

ورپسې بیا د آسیا بنسټ مشر د ښځو آواز او مشرۍ،  پروژۍ په اړه خبری وکړی او ویې ویل:" په تازه ګې کی مونږ پر یوې پروژۍ باندی کار کړی چې عمده موخه یې د فعالو ښځو بنسټونو سره همکاری ده، چی د هغې له طریقه د ښځو آګاهی او سیاسي ونډه په سیاسی مشارکت کې ډیر شي او زمونږ هدف په دغه برنامې کې هغو بنسټونو باندې چې د ښځو د حقوقو په برخه کې فعالیت لري متمرکز شوی دی".

همدا راز ښاغلی احمد زی زیاته کړه:"د دغې پروژې د عملي کولو په برخه کې په جدي توګه د ښځو چارو وزارت، همکاری ته اړتیا لرو او د ستاسو همکاری څخه پرته دغه پروژې کامیابی او مطلوب نتایج لاس ته راوړی نشي".

ورپسې بیا میرمن دلبر نظري خبری وکړی او ویې ویل: په لمړی سر کې له آغلې میرمن ساندرا؛ فعالیتونو خصوصآ د ښځو په برخه کې منندویي کوم ور پسې بیا د آسیا بنسټ د همکاریو څخه په ټولو برخو کې چې مونږ سره یې کړی د زړه له کومې مننه کوم، او د یادی پروژې څخه چې مو تر لاس لاندې نیولی حمایت کوو او په دویم پړاو کې زمونږ ولایتي رئیسانو ته د زده کړی ورکول د همکاری غوښتنه لرم ترڅو چې هغوی وکولای شي په ولایتونو کې په حقوقی برخو کې ښځو ته زده کړی او آګاهی ورکړي.

همدا رنګه میرمن نظري زیاته کړه:" په تاسف سره باید ووایم چې افغان ښځې په ولایتونو او ولسوالیو کې په ډول ډول مشکلاتو سره مخ دی چې برسیره پر نورو مشکلاتو دوامدار جنګونو د ښځو په برخه کې زمونږ جدی اندیښنه پارولي، که څه د دغو مشکلاتو د حل کولو په خاطر مونږ دیر کوشش وکړ ترڅو په ولسوالیو کې خپل دریمې واحدونه فعال کړو خو بیا په روان حال کې د امنیت د نه شتون په خاطر دغه کار نا ممکنه شوی دی".

د یادونې وړ دی چی یادی شوي پروژې د ۳-۴ کلونو پورې دی او په هغه کې ډیرې کومکونه د ښځو حقوقو فعالینو، ظرفیت جوړونې او د فعالو ښځو بنسټونو عملیاتي پلانونو ته اختصاص ورکول شوی دی چې یادی پروژې به تر راتلونکې څو اونې پورې به خپل رسمي فعالیتونه پیل او د ۲۰۲۴ ام میلادی کال تر پایه پورې به ادامه ولري.

د دغې لیدنې په پای کې هغې تفاهم نامه چی له مخکې څخه تیارې شوی وه د ښځو چارو وزارت وزیرې، آغلې الحاج میرمن دلبر نظري، او ښاغلی عبدالله احمد زی، تر منځ امضاء شوه

 

mowa

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۰
Background image

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی چارو رئیسه معرفي ش

آغلې میرمن ماري سادات، نن شنبه د روان کال د کب میاشت په 24 مه نیټه له آغالې سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې لخوا د دغې وزارت د پلان او پالیسي چارو رئیسې په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۷:۹
Background image

د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د آکسفام د انکشافي خپرونو عمومي مدیر سره ولیدل

آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د روان کال د کب میاشت په اوومه  نیټه له ښاغلی فضل امیري، او د هغې سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په. . .

BACK TO NEWS