د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون

mowa_af
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۴:۵۹
mowa

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ”هرځوان یو سرتېری“ تر سرلیک لاندې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شول، د هیواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د اطلاعاتوفرهنګ وزارت سرپرست محمدقاسم وفایي زاده خبرې وکړې.

نوموړي د ځوانانو بین المللي ورځې د مبارکۍ پرمهال دوی ته په خطاب کې وویل، ځوانان د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي نظام د بدنې عمده برخه جوړوي. نن زموږ ځوانان د ملي اردو، پولیسو او امنیت، کومانډو او ځانګړو قطعاتو په لیکو کې د امنیت د تامین او د دې خاورې له عزت او شرف څخه پر دفاع بوخت دي.

وروسته فردین فدایي او لیمې انوري د نورو ځوانانو په استازولي له ځوانانو وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې د دښمن پر ضد چې پر هیڅ شي باوري نه دی، خپل انسجام او واحدغږ وساتي.

جمهوررئیس غني د ځوانانو بین المللي ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل، نن تاسې د افغان ملت غږ چې الله اکبر دی، ووایه. ستاسې د دې غږ مفهوم په دې شرایطو کې زموږ د وطن، نظام او د ژوند د طریقې جمعي درک دی.

هغه زیاته کړه، الله اکبر زموږ د ملي یووالي شعار دی، پر خدای (ج) اتکا او زموږ د ملي ارادې مسیر ټاکي، پر بین المللي ټولنې د اتکا ورځې پایته رسېدلي او خپله افغانان تصمیم نیسي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د الله اکبر په نعره خپل ملي هویت او اسلامي ارزښتونه تمثیلوو، دښمن دې پر دې پوه شي چې موږ شاتګ نه کوو. هغه د ټکنالوژۍ د انکشاف سرعت ته په اشارې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې زموږ ځوانان د خاورې لپاره خپله ژمنتیا تازه کړي.

جمهوررئیس غني وویل، کاذب روایتونه وېره ایجادوي. دې پروپاګند ته چې ګویا معامله شوې غوږ مه نیسئ، ځکه زه د معاملې سړی نه یم، صادق روایت رامنځته شوی چې تاسې یې مخکښان او له حاشیې متن ته راغلي یاست.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې دښمن غواړي د افغانستان داسې تصویر وړاندې کړي چې د وحشت، درنده ګۍ او جنایت منعکسونکی وي وویل، زما ځایناستی به افغانان ټاکي، دا حق بل هیچاته نه ورکوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۴:۵۹
Background image

د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ”هرځوان یو سرتېری“ تر سرلیک لاندې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۸
Background image

د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو  او د روانو امنیتني حالاتو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۱۴۰۰ زمري ۲۰

د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۱۲ همکارو  موسسو استازو د دې وزارت د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا له معینې آغلې نذیره رحمان او د دې پروګرام له رییسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۴:۴۱
Background image

په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په اړه د همغږۍ ناسته، وشوه

چهارشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰
کابل، افغانستان: د ښځو چارو وزارت، د چهارشنبې په ماسپښین د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په. . .

BACK TO NEWS