د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیالې د افغان میرمنو شبکې له حق غوښتنې مسؤلې سره ولیدل.

mowa_af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۶:۱۶
mowa

سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې د میرمنو شبکې د حق غوښتنې مسؤلې میرمن روشن مشعل، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې کتنه کې، دواړو لوریو د قرنطین مودې په جریان کې د میرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي قضیو د رسیدګۍ په اړه، د ښځو د مشکلاتو په حل کولو کې د اړوند اداراتو ورو کار، د ښځو په ځانګړي څارنوالیو کې ستونزې، د سکتوري اداراتو ضعیفه همکاري، په یو مشخص او واحد ډیټابیس کې د قضیو ثبتول، د قوانینو بډای او تقویه کولو په اړه خبری اتری وکړی.

د دغې کتنې په پاې کې، دواړو لوریو د فعالیتونو د اغیزمنتوب لپاره په ټولو کچو کې د ښځو چارو وزارت او د افغان میرمنو شبکې او نورو بنسټونو ترمنځ د لا همغږۍ لپاره ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۴:۶
Background image

ټولو افغان میرمنو ته د مبارکۍ پیغام

د موثریت او کیفیت په لور

افغانستان دښځو د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د کمیسیون څوکۍ وګټله.

ملګرو ملتونو ته د افغانستان د ځانګړو استازو د غوښتنو له مخې، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۴:۳۹
Background image

حسينې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزیرې د افغانستان منځني آسیا انجمن له مشر اجمل رحیمي سره وکتل

د غونډې په جریان کې ، دواړو لوریو د انجمن په فعالیتونو او د ښځو چارو وزارت او د افغانستان او منځني آسیا د انجمن تر منځ د اړیکو پر رامینځته کولو خبرې وکړې.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۴:۲۶
Background image

حسینې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزيرې د دایکندي د خلکو د پيوستون شورا له مشرې شمايل زارع او په ولسي جرګه کې د دایکندي پخواني وکیل محمد علي سره وکتل

د غونډې په جریان کې، دواړو لوريو د دایکندي د ښځو ستونزو ، د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې، د دایکندي د خلکو د پيوستون شورا مشرې د ښځینه. . .

BACK TO NEWS