د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې د ملګرو ملتونو د کمشنری عالی تولنی مرستیال سره لیدنه

mowa_af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۶:۶
mowa

آغلې میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې د روان کال د مرغومی میاشت په ۱۷ مه نیټه له ښاغلې آلیستر بولتون د ملګرو ملتونو د کمشنری عالي ټولنی مرستیال او د هغی سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کی ولیدل.

په دغه لیدنه کې چې د ولسمشر لخوا دولتي اداراتو ته هدایت ورکړل شوی دی ترڅو کدوالو ته تر راتلونکې پنځه کلونو پوری په مشخصو مواردو کې یو بودجه، پلان او فعالیت ولړی په همدی اساس دواړو لور د ښځو چارو وزارت او UNHCR تر منځ په مختلفو برخو کې کډوالو او راستنیدونکو ته د هر اړخیز همکاریو  د یو ښه بنسټ او اساس جوړولو په اړه خبری اتری وکړی. ښاغلې بولتون، کډوال او راستنیدونکو ته په بیلا بیلو برخو کی د بشری کومکونو په اړه د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې ته معلومات وړاندی کره. همدا راز د ښاغلی بولتون، لخوا د معلوماتو پر اساس ښځو ته د ژوند د دوام د پراختیا او بیلا بیل لاسي صنایعو په برخو کې د UNHCR  فعالیتونه د ۵۰ څخه زیات په سلنه کې د ښځو لپاره دی. چی وروسته بیا آغلی میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې کډوالو ته د  آګاهي ورکول، نظارت او د ښځو او ماشومانو پر وړاندی د آزار او اذیت په برخو کې  د UNHCR سره یوځای د متقابلو همکاریو پر اساس  د مرکز او ولایتونو په سطح  به د یو رسمي هوکړه لیک د امضا‌ء کولو څخه وروسته  به د ښځو چارو وزارت کار او فعالیت د پیل کیدو په برخه کې خبری وکړی. او همدا رنګه د هغو کډوالو ښځو په اړه چې سرپرست نلري به په راتلونکی کې د اقدامات د ترلاس لاندې نیولو په اړه خبری اتری وشوی او پریکړه وشو ترڅو د هغوی د مشکلات د حل لپاره لاری چاری به وموندل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۰
Background image

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی چارو رئیسه معرفي ش

آغلې میرمن ماري سادات، نن شنبه د روان کال د کب میاشت په 24 مه نیټه له آغالې سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې لخوا د دغې وزارت د پلان او پالیسي چارو رئیسې په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۷:۹
Background image

د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د آکسفام د انکشافي خپرونو عمومي مدیر سره ولیدل

آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د روان کال د کب میاشت په اوومه  نیټه له ښاغلی فضل امیري، او د هغې سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په. . .

BACK TO NEWS