د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې د رنا پوهنتون مشرتابه هیئت سره لیدنه

mowa_af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۰:۲۹
mowa

د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې آغلې میرمن سپوږمۍ وردګ، د روان کال د مرغومی میاشت په دوهمه نیټه له ښاغلی سید مصطفی سعیدی، د رنا پوهنتون له علمي مرستیال او د هغی سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کی لمړی ښاغلی سعیدي، د رنا پوهنتون د جوړیدو کال، علمي کدرونه، تفاهم نامې او هغه رشتو په هکله چې په یاد پوهنتون کې تدریس کیږي د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې ته معلومات وړاندی کړه او همدا راز د کورنیو حقوقي قضایاو د دغې پوهنتون فعالو وکیلانو په واسطه څیرل او د بیلابیل موضوعاتو په اړه تحقیق او په راتلونکې کې په رنا پوهنتون کی د جندر یو تحقیقاتي مرکز جورولو په اره خبری اتری وشوی. په دغه لیدنه کې میرمن سپوږمۍ وردګ، تحقیق په تولو برخو کی اړین او مشکل کار وباله او دواړو لور په دی تصمیم ونیول ترڅو په راتلونکی کې د ښځو د وضیعت په اړه تحقیق، د ښځو په اړه د محفلونو پرلاره اچول، ارتباطات، ژورنالیزم د وزارت کارکوونکو ته د ظرفیت د ارتقا لپاره د رسمي تفاهم نامې د امضا کولو څخه وروسته به د رڼا پوهنتون او د ښځو چارو وزارت ترمنځ همکاری شروع شي. د دغې لیدنې په پای کی د رنا پوهنتون مسوولینو له لور څخه د آغلې وردګ ته د رنا پوهنتون ځینی تحقیقی رسالې د تحفې په شکل ورکړل شوه.

mowa

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۴:۴۸
Background image

آغلې حسینه ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزيرې، له آغلې زينب موحد د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د نصاب د اصلاحاتو سلاکارې سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د حسینه ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزیرې په ټوګه د ټاکل کیدو د مبارکۍ په ویلو سره، دواړو لوریو د ښځینه دیني عالمانو سره د ښځو چارو وزارت د برنامو غوره همغږي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۶:۱۶
Background image

د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیالې د افغان میرمنو شبکې له حق غوښتنې مسؤلې سره ولیدل.

سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې د میرمنو شبکې د حق غوښتنې مسؤلې میرمن روشن مشعل، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې کتنه کې، دواړو لوریو د قرنطین مودې په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۴:۱۴
Background image

حسینې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت له ځوانانو سره د دغې وزارت په مقر کې وکتل.

په دغه کتنه کې، میرمن ساپۍ، ته د ښځو چارو وزارت د سرپرستې وزیرې په توګه د ټاکل کیدو مبارکۍ ویلو په ضمن کې د مختلفو مسایلو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته د کندهار ولایت ځوانانو، د ښځو. . .

BACK TO NEWS