د وزارت د پروګرامونو د ښه انعکاس په موخه د ښځو چارو د وزارت او د ملی رادیو تلویزون ترمنځ همغږي.

mowa_af
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۵:۳۴
mowa

آغلې حسینه صافۍ د ښځو چارو سرپرست نوماند وزیر د ملی تلویزون له رئيس شاغلی محمد اسماعیل میاخیل سره ولیدل

په دې کتنه کې حسینه صافي د ښځوچارو سرپرست نوماند وزیرد رسنیو رول د ښځو دحقونو په هکله دعامه فکرونود ویښتیا په برخه کې اغیزمن وګاڼه او په عین وخت کې يي د ملی تلویزون څخه وغوښتل چې د ښځو په تړاو د دې وزارت د پروګرامونو د نشر او خپرونې په برخه کې له دې وزارت سره مرسته وکړي

د ښځوچارو سرپرست وزیرتینګار وکړ چې د ټولنې پوهاوی اوروڼتیا د رسنیو له مسئولیتونو څخه ګڼل کیږي له همدې کبله رسنۍ د یوه اغیزمن عنصر په توګه کولای شي د ټولنې د پوهاوي د لوړتیا په برخه کې رغنده رول ولوبوي

په دې کتنه کې د ملي رادیو تلویزون رئيس د ښځو چارو او ملي تلویزن ترمنځ د همغږي او مرستو څخه ستاینه وکړه او د ښځو د پوهاوي او او ګړنو د انعکاس په برخه کې يي د خپلو مرستو په ژمنو تينګار وکړ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۴:۱۶
Background image

په ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو د ستونزې د حل په موخه دوهمه مشورتي ناسته جوړه شوه.

په ولایتونو کې د ښځینه قاضیانو د کارزمینې د برابرولود څرنګوالي په موخه دوهمه مشورتي ناسته د حسینه صافي د ښځو چارو سرپرست نوماند وزیر، مرستیالانو، د عدلی او قضایی بنسټونو استازیو او یو. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

د ښځو لپاره اغیزمن او کیفیت لرونکۍ کار د ښځو چارو وزارت د غوره موخوڅخه دی

۱۰ لندۍ ۱۳۹۹
نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقنصادي پياوړتیا مرستیال له نزمن بهار د جندراوبشر حقونو کارپوه او سراج الدین جویا د سویدن کمیټې د جندر مشر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په. . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۴:۱
Background image

حسینې ساپۍ: ښځینه قاضیانې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو په رسیدگی کې مهم رول لوبوي

حسینې ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې له آغلې هما علیزوې، د سترې محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالې د سرغړونو قضایي مشاورې سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.

پدې کتنه کې،. . .

BACK TO NEWS