د وزارت تاریخچه

د وزارت تاریخچه

پنځه شپېته کاله دمخه (۱۳۲۲ لمریز لېږدیز) د محمدظاهر شاه د سلطنت په وخت کې د ښځو یوه شل کسیزه ټولنه د وخت د ضرورت پر اساس د نسوانو د عالي موسسې په نامه دکابل د ښار د اوسني سرینا هوټل ته نږدې جوړه شوه چې د ښځو د تشکل، زده کړې او روشنګرۍ په اړه فعالیت وکړي. دوه کاله وروسته پر ۱۳۲۴ لمریز لېږدیز کال د امان الله خان د خور په وړاندیز او څارنې دغې موسسې ته یوه ټوټه ځمکه د کابل په شهر نو کې چې د ښځو چارو اوسنی وزارت په کې موقعیت لري واخیستل شوه او په هغه کې یو ښوونځی، یو وړکتون، سینما او د کار دفترونه جوړ شول چې سینما یې د زینب سینما په نامه ونومول شوه. د نسوانو د عالي موسسې په ښوونځي کې چې هغه وخت یې مدیریت د مېرمن رقیې پر غاړه وه، متاهلو ښځو چې د ګڼو دلایلو له امله له زده کړو پاتې وو زده کړه پیل کړه.  

دغه موسسه پر ۱۳۴۲ لمریز لېږدیز کال د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تشکیل کې شامل شوه او د مېرمنو ټولنې په نامه ونومول شوه چې تر ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال پورې یې په نوبت سره د حمیرا نورزۍ، کبرا نورزۍ، صالحه اعتمادي، ډاکټر نیلاب تر ریاست لاندې فعالیت کاوه.

پر ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د مېرمنو ټولنې نوم د نسوانو په مرکزي کلوب واړول شو. دغه کلوپ پر ۱۳۶۵ لمریز لېږدیز کال د نسوانو د مرکزي انجمن په نامه ونومول شو او تر همدې نامه لاندې یې تر ۱۳۷۰ کاله پورې فعالیت وکړ.

د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د ثور تر اوومې وروسته د ښځو سراسري شورا د ډاکټر اناهیتا راتب زاده تر رهبرۍ لاندې دیوې ټولنیزې، سیاسي سازمان په توګه تشکیل شوه او له دولتي امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره یې فعالیت پیل کړ. دغه شورا تر ۱۳۷۰ لمریز لېږدیز کال پورې د نسوانو مرکزي انجمن چې د غړو شمېر یې ۳۶۰ تنو ته رسېده په دویم واحد بدل کړ. د افغانستان د ښځو سراسري شورا په ښځینه ټولنه کې پر سیاسي اجتماعي فعالیتونو بوخته وه. دې شورا د هېواد په مرکز او ولایتونو کې څانګې پرانیستې. هغو ښځو چط د افغانستان د ښځو د سراسري شورا په رهبرۍ کې یې کار کاوه عبارت و له فیروزه مرجان، معصومه عصمتي وردک، ثریا، بلقیس تابش، جمیله ناهید، گلجان، شهلا شیرزاد، طاهره دردمل او فوزیه نیکزاد. د مېرمن ټولنې فعالیتونه زیاتره دیوه حرفوي او مسلکي بنسټ په توګه د کابل په حدودو کې وو، لکه د خیاطۍ د حرفوي او مسلکي کورسونو دایرول، قالین بافي، تایپستي، ګلسازي، ارایش او ډیکوریشن، دکور کارونه، ګنډل او نور.

پر ۱۳۷۰ لمریز لېږدیز کال د مجاهدینو د حکومت له راتلو سره د نسوانو عالي موسسې په کابل کې بیا کار پیل کړ چې په لومړیو کې د محبوبې حقوقمل او بیا وروسته د قدریې یزدان پرست تر ریاست لاندې یې کار کاوه.

پر ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نسوانو د عالي موسسې تر څنګ د مېرمنو ټولنه هم په خپل تشکیل کې احیا او جوړه کړه چې تر ۱۳۷۵ لمریز لېږدیز کال پورې یې فعالیت درلود.

کله چې د ۱۳۷۵  لمریز کال د میزان په میاشت کې  طالبان کابل ته داخل شول، ښځې او نجونې یې له کار او دفتره منع کړې، په کورونو یې کېنولې. طالبانو د نسوانو عالي موسسه او د مېرمنو ټولنه په یو بل کې مدغم کړل او د ښځو پر ځای یې نارینه استخدام کړل. د طالبانو حکومت پر ۱۳۸۰لمریز لېږدیز کال سقوط وکړ او د بن د پرېکړو پر اساس په افغانستان کې یوه موقته اداره رامنځته شوه او د ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال د قوس په میاشت کې د اجرائیه قوې د یوه غړي په توګه په موقته اداره کې معرفي شوه. د نسوانو د عالي موسسې کارکوونکي نارینه او ښځینه په مېرمن ټولنه کې جذب او په کار وګمارل شول. د ښځو چارو وزارت پر ۱۳۸۲ لمریز لېږدیز کال خپله ستراتیژي چې په لومړیو کې خیریه کارونو ته ځانګړې وه په یوه پالیسي جوړونکي وزارت بدل کړ.

د ښځو چارو د وزارت لومړۍ وزیره سیما سمر وه چې له ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال نه د ۱۳۸۱ لمریز لېږدیز کال تر پایه یې خدمت وکړ. ډاکټره حبیبه سرابي پر ۱۳۸۱، ډاکټره مسعوده جلال د ۱۳۸۳ کال له عقرب نه د ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال تر اسد میاشتې پورې یو په بل پسې د ښځو چارو د وزیرانو په توګه کار وکړ. د ۱۳۸۵ کال د اسد په میاشت کې ډاکټر حسن بانو غضنفر له پارلمانه د ښځو د وزیرې په توګه د باور رایه واخیسته. له ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال نه تر اوسه پورط هغو ښځو چې د مسلکي او پالیسۍ د معینانو په توګه یې کار کړی عبارت دي له شفیقه یارقین،ثریا صبحرنگ،پوهنیار مزاری صفا، او مالی و اداری معینان عبارت دي له: تاجور کاکړ، نجیبه شریف او ملیحه سهاک څخه.

 دا وزارت ۹ مرکزي ریاستونه او ۳۴ د ښځو چارو ولایتي ریاستونه لري.

د ښځو چارو وزارت د اجراتو او فعالیتونو د تنظیمولو مقرره په څلورو فصلونو او ۲۴ مادو د وزیرانو د شورا د عالي مجلس د مصودې په اساس چې  17/1/1383، او د افغانستان د انتقالي اسلامي دولت د ۲۶ نمبر فرمان پر اساس پر  4/3/1383 منظوره شوې ده. ددې مقررې په درېیمه ماده کې لولو: د ښځو چارو وزارت د دولت له سیاسي او ټولنیز خط مش په تطبیق کې د ښځو د مشروع حقوقو د پراختیا او ټینګښت او د هغوی په ژوند کې د قانون د رعایت په برخه کې ځان مسول ګڼي. 

څلورمه ماده:

د ښځو چارو وزارت د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو په برخه کې، نافذه فرامینو، د شورا مصوبو او ددې مقررې احکام دخپل کار ملاک ګڼي او پلي کول یې په اړوندو ساحو کې تامینوي.

/ps

MoWA History