د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ نارینه او ښځینه مساوي حقونه لري

mowa_af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۴:۵۳
mowa

د مرغومي ۲۲ د ۱۳۹۹

د هیواد اساسی قانون د تصویب د اولسم تلین لمانځ غونډه د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې، مرکزي رئيسانو، چارواکو او کار کوونکو په ګډون د دې وزارته په مقام کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې نذیره رحمان په هیواد کې د اساسی قانون د ارزښت او مقام په هکله خبرې وکړې او دا يي یوه ملې وثیقه وګڼله او د هیواد ټول وګړي یی د هغې په پلی کیدو کې مکلف وبلل او له قانون څخه یی بې خبري په هیواد کې د شته ستونزو لامل یاد کړ. همدا شان میرمن رحمان د قانون څخه پوهاوی د ادارو د کاربسټ په توګه په ګوته کړاو ټينګار یی وکړ ترڅو ټولې سپارل شوې چاري د قانون سره سمې او په همغږي ترسره شي.

همدا راز په دې غونډه کې آغلې خلیل الله حبیبي د اساسي قانون د تطبیق د څارنې کمیسیون د تشریح او حقوقي مشورو د دیپاتمنت ریس د اساسی قانون د پلي کیدو، په هیواد کې د هغه ارزښت او مقام، د ښځود حقونو او له ښځود اساسي قانون ملاتړ په تړاو په تفصیل سره خبري وکړې.

د یادونې وړده چې د افغانستان اساسي قانون د اولس د ۵۰۰ استازو په ګډون د سلواغې په ۶مه نیټه د ۲۲ ورځو په بهیر کې په ۱۲ فصلو او ۱۶۲ مادو کې د رایو په اتفاق سره تصویب شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۴:۴۷
Background image

د ښځو چارو وزارت ۱۵ ورځني پروګرام د پيګرۍ په موخه د دې وزارت د مشرتابه پلاوی غونډه ترسره شوه.

د سلواغې ۴مه ۱۳۹۹
د ښځو چارو وزارت سرپرست حسینې ساپۍ تر مشرۍ لاندې د سپوږمۍ وردک د پلان او پالیسۍ مرستیالې ، نذیره رحمان د اقتصادی ځواکمني مرستیالې، مرکزی رئیسانو او آمرینو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۴:۳۵
Background image

په پام کې ده هغو چاته چې د ښځو د حقونو په برخه کې يي ګټور کارونه ترسره کړی دي د ښځو چارو وزارت له خوا تندیس ورکړل شي.

د مرغومي ۳۰مه ۱۳۹۹
د ښځو د حقونو وړفعالو کسانو لپاره د ډالۍ ورکولو د طرحې د وروستۍ کیدو مشورتي غونډه د سپوومۍ وردک د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیالې تر مشرۍ لاندې ، د افغانسان. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۴:۲۹
Background image

حسینې ساپۍ: د ښځو چارو ولایتي ریاستونه مکلف دي ترڅو؛ د ولایتونو په ټولو ولسوالیوکې د شته اسانتیاو او فرصتونه څخه په ګټه اخیستو سره د ښځو ستونزوته د حل لارې چارې ولټوي.

د مرغومي ۲۵ مه ۱۳۹۹
حسینې ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرست له مولوي عتیق الله عتیق د بامیانو ولایت مالي او اداري مرستیال سره ولیدل.

په دې کتنه کې میرمن ارزو غزیزی او فرشته سادات د یاد. . .

BACK TO NEWS