د جندر د آموزشي نصاب د بیا کتنی نصاب جلسه دایر شوه

mowa_af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۹:۲۱
mowa

د جندر د آموزشي نصاب د بیا کتنې جلسه، د ښځو چارو وزارت د پالسي او مسلکي مرستیالې آغلی میرمن سپوږمئ وردګ په موجودیت سره د روان کال د وږی میاشتې په ۱۰ مه نیته پیل شوه او تر دوه ورځو پوری یې دوام وموند.په یادی شوی جلسه کې لمړی میرمن وردګ د ښځو چارو وزارت مرستیالې خبرې وکړی او ویی ویل: د ښځو چارو وزارت ډنډه لري تر څو اجتماعی او جنسیتي عدالت تامین کړي خو دغه امر د یو اساسي نصاب په موجودیت او آموزش له طریقه امکان لري.میرمن وردګ زیاته کړه: د ښځو چارو وزارت په واسطه جوړ شوی آموزشي نصاب باید د یوې واحد نصاب په توګه نورو اداراتو کې هم وکارول شي.همدا رنګه په یادی شوي جلسه کې حقوقي مشاورین، د یو ان  دی پي نماینده او د آموزشی نصاب برخو او له نورو ادارات څخه نماینده ګان حضور درلوده. چې وروسته له بیا کتنی او ‌ډله ایز کار څخه هغوی وکولاې شول چې د یاد شوي نصاب په شکل او محتوا کې بدلون راوړي.د یادونې وړ ده چې یاد شوي آموزشي مواد په دره برخو کی د UNDP موسسې په همکارې سره برابر شوی او پس له دی چی په عمومي ډول نهایی شي د تائید کیدلو لپاره به د ولسمشرې د جندر کمیتې ته واستول شي.

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۶:۱
Background image

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې اندونزیا هیواد ته سفر

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې چارو مرستیالې آغلی میرمن سپوږمۍ وردګ، د اندونزیا هیواد د یو رسمي بلنې په ترڅ کې دغه هیواد ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د افغانستان د ښځو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۷:۴۹
Background image

د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې چارو مرستیالې د نړیوال بانک اجتماعي انکشاف متخصصې سره لیدنه

د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې آغلې میرمن سپوږمۍ وردګ، نن پنجشنبه د روان کال د لړم میاشت 23 م نیټه آغلې میرمن نجلا صبرۍ، د نړیوال بانک د اجتماعي انکشاف متخصصې سره د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۸:۲۳
Background image

دښځو چارو وزارت وزیره د پرمود ( مشارکت) ریئسه سره دلیدنه

جلالتمآب آغلې میرمن دلبر نظري، د ښځو چارو وزارت وزیرې، نن د لړم میاشت په 19 نیټه د پروموت ( مشارکت ) رئیسې سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې دواړو لور پر مختلفو مسایلو. . .

BACK TO NEWS