د جمهوري نظام، سولي په خبرو او د هېواد په سیاسي راتلونکي کې د ښځو د حضور څخه د اتريش د ملی شورا د غړو ملاتړ
د ۱۴۰۰ ه ل کال د غبرګولي ۵ مه
کابل
د ملي شورا استازو د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې له خپلو سیالو(همتاوو) سره د اړیکو پر دوام د ا ځل د پارلمان ښځينه استازو او د افعانستان مدني ټولنې غړو د اتریش د ملي شورا له غړو سره د ویدیو کنفرانس له لاري خبرې او بحث وکړ.
په پیل کې میرمن منيژه باختري په ویانا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیرې او دایمي استازې ګډون والو ته په هرکلي ویلوسره په لنډ ډول د افغانستان او اتریښ ترمنخ تاریخي اړیکو ته په اشاره سره، په هېواد کې د دوو وروستیو لسیزو لاسته راوړنې چې د خلکو او دولت په ګډو هڅو او دوستو
هېوادونو، نړیوالو ټولنو ، د بشر د حقوقو او ښځو حقوقو مدافع بنسټونو په مرسته لاس ته راغلي دي په ګوته کړې،
د جمهوری نظام د پایښت او شته لاسته راوړنو څخه ملاتړ د افغانستان او سوله خوښوونکو هېوادونو او بنسټونو ګډه وجيبه او په نړۍ کې په د موکراتیکو ارزښتونو باورتیا و ګڼله .
وروسته میرمن حسينې ساپۍ د ښخو چارو سر پرست وزیر، میرمن ناهید فرید د نماینده ګانو مجلس د ښځو چارو او بشرحقونو کمېسیون رئيسې، مېرمن شينکۍ کروخیل د سیاسي مشارکت(کاکس) لپاره د ښځو د پارلماني ډلې رئیسې، داکتر عالمې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیالې او میرمن اکرمي د افغان ښځو شبکې اجرایه رئیسې د هېواد روان وضعیت او وروستیو سیاسي، امنیتي بدلونونو او د افغانستان د سولې د بهیر په هکله خبرې وکړې، او د اتریښ د پارلمان غړو او دولت څخه یې وغوښتل ترڅو د افغانستان د وګړو له برحقه غوښتنو او سولې په مذاکراتو او د هېواد سیاسي راتلونکي کې د ښځو د فعال شتون څځه ملاتړ وکړي.
په پای کې داکتر هلموت برانستاتر، میرمن پیترا بایراو میرمن فایقه النګاسي د اتریش د ملي شورا غړو په ترتیب سره خبرې وکړې او په ملي شورا، حکومتي بنسټونواو افغانستان مدني ټولنې کې د افغان ښځو د پراخه ګډون څخه د خوښۍ په څرګندولو سره یې ژمنه وکړه چې د بشر حقوقو، د ښځو حقونواو ماشومانوحقونو، ګدو دموکراتیکو ارزښتونو او په افغانستان کې د دو وروستیو لسیزو لاسته راوړنوڅخه هراړخیزه ملاتړ کوي.
