د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې اندونزیا هیواد ته سفر

mowa_af
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۶:۱
mowa

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې چارو مرستیالې آغلی میرمن سپوږمۍ وردګ، د اندونزیا هیواد د یو رسمي بلنې په ترڅ کې دغه هیواد ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د اندونیزیا او جرمني هیواد سره د یوه تړون پر بنسټ د ښځواقتصادي پیاوړتیا د پروژې په طرح باندې کار پیل کړ، دغه پروژه د هغو ښځولپاره ده چی په کورکې صنعتي کارونو او تولیدات لري تطبیقیګی ترڅو دوی وتوانیږي خپل محصولات معیاری او په سمه توګه بسته بندی کړي او د خرڅلاو لپاره پلورولو مناسب ځای هم پیدا کړي.
دا ښځې مجبوره ندي چې د کورنه بهردا کار وکړي او د اندونیزیا هیواد د تجربو پر بنسټ  دوی به پیاوړې شی او پدی پیاوړتیا کی به د کور ټول غړي ورسره مرسته کوي. آغلې سپوږمۍ وردک د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې او د اندونیزیا د ښځو چارو او ماشومانو د محافظت مرستیالې، ددغه کار پیل د دوهم ورکشاپ پرانیسته په رسمی ډول د اندونیزیا په لومبوک ایالت کې وکړه.
دا پروژه به لومړی د یوه ولایت په دوو ولسوالیو کی په آزمایښتي توګه تطبیق او بیا به نورو ولایتونو ته وغځیږي.
د دغه سفر په پای کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیالې، آغلې وردګ، د مرستندویو هیوادونو د مرستو په منندویي سره ویلي د اندونیزیا او جرمنی هیوادونو څخه مننه کوو چی تل یی زمونږ سره خپلی بریالۍ او مثبتی تجربی شریکی او تخنیکی او مالی مرستی یی ندي سپمولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۰
Background image

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی چارو رئیسه معرفي ش

آغلې میرمن ماري سادات، نن شنبه د روان کال د کب میاشت په 24 مه نیټه له آغالې سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې لخوا د دغې وزارت د پلان او پالیسي چارو رئیسې په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۷:۹
Background image

د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د آکسفام د انکشافي خپرونو عمومي مدیر سره ولیدل

آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د روان کال د کب میاشت په اوومه  نیټه له ښاغلی فضل امیري، او د هغې سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په. . .

BACK TO NEWS