د افغانستان او پاکستان ښځو ترمنځ د تجاربو تبادلې مهم او ارزښتناکه دی

mowa_af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۰:۱۳
mowa

په دغه اړه آغلې میرمن نبیله مصلح، د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې د روان کال د مرغومی میاشت په ۷ مه نیټه له آغلې میرمن تسنیم اسلم د پاکستان هیواد د تحقیقات او امنیت مطالعات نماینده او د هغې سره مل هیئت  د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې لمړی میرمن مصلح، د ښځو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو لپاره په بیلا بیلو برخو کې د قوانینو او مقرره ګانو جوړولو په هکله، د ښځو د اقتصادی توانمندی، دانجونو په برخه کې آګاهي ورکول، د ناوړو عنعناتو پر وړاندی مبارزی سره آګاهي ورکول، جنسیتی برابری او د سیاست په برخه کې د ښځو ونډه په تیرو دوه لسیزو په تیره بیا د ملي وحدت حکومت په وروستی پنځه کال کې معلومات وړاندی کړه. همدا راز په دغه لیدنه کې میرمن مصلح، د ښځو ونډه د سولې، امنیت، چاپیریال ساتنې اقتصادی پیاوړتیا او حکومتداری کې ارزښتناکه وباله چې د پاکستان هیئت له لوری د تائید وړ وګرځیده او میرمن تسنیم، ډیری موارد یې د قوانینو او مقرراتو په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ یو شان وبلل او همدا راز میرمن تنسیم، د پاکستان هیواد د ښځو فعالیتونو څرنګوالی د سیاست، چاپیریال ساتنی، اقتصادی توانمندی او د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی په ضد مبارزې په هکله آغلې مصلح، ته معلومات وړاندی کړه او دا راز لیدنې کتنې په بیلا بیلو برخو کې په راتلونکی کې د دواړو لور د تجاربو او معلوماتو شریک کول یې ارزښتناکه او ګتور وباله چې دغه مسله د میرمن مصلح، له لوری هم ګتور وبلل شو او ومنل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۴:۴۸
Background image

آغلې حسینه ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزيرې، له آغلې زينب موحد د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د نصاب د اصلاحاتو سلاکارې سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د حسینه ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزیرې په ټوګه د ټاکل کیدو د مبارکۍ په ویلو سره، دواړو لوریو د ښځینه دیني عالمانو سره د ښځو چارو وزارت د برنامو غوره همغږي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۶:۱۶
Background image

د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیالې د افغان میرمنو شبکې له حق غوښتنې مسؤلې سره ولیدل.

سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې د میرمنو شبکې د حق غوښتنې مسؤلې میرمن روشن مشعل، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې کتنه کې، دواړو لوریو د قرنطین مودې په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۴:۱۴
Background image

حسینې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت له ځوانانو سره د دغې وزارت په مقر کې وکتل.

په دغه کتنه کې، میرمن ساپۍ، ته د ښځو چارو وزارت د سرپرستې وزیرې په توګه د ټاکل کیدو مبارکۍ ویلو په ضمن کې د مختلفو مسایلو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته د کندهار ولایت ځوانانو، د ښځو. . .

BACK TO NEWS