د افغانستان اسلامي بانک د محصولات او خدماتو غونډه د ښځو چارو په وزارت کی دایر شو

mowa_af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۵:۶
mowa

د افغانستان اسلامي بانک د محصولات او خدماتو غونډه د ښځو چارو په وزارت کې، نن د روان کال د تلې میاشتې په 23 نیتې د ښځو چارو وزارت، وزیرې آغلې میرمن دلبر نظري، د افغانستان اسلامی بانک رئیس ښاغلې سید موسی کلیم الفلاحی، د ښځو چارو وزارت رئیسانو او کارکوونکو په ګډون د زینب سینما په تالار کی دایر شو.‍

د دغی غونډې په پیل کې لمړی آغلې میرمن دلبر نظري د ښځو چارو وزارت وزیرې خبرې وکړی او ویې ویل:"زه د ښځو چارو وزارت د کارکوونکو او دغې هیواد د ښځو لخوا د افغانستان اسلامي بانک څخه د دوې د ارزښت ناکه کارونو په خاطر مننه کوم".

میرمن نظري زیاته کړه:" په تیرو کلونو د جنګونو او نورو ناگواره پیښو پر ښځو باندې ناوړه اغیزه کړی ده لکه په افغانستان کې له 70 فیصدو څخه زیات ښځې د زده کړو څخه وروسته پاتې دی چې دغه مسله د ښځو د بیوزلې لامل شوی ده".

هغه زیاته کړه:"په خوشحالی سره باید ووایو چې په دغه وروستیو کې د افغانستان اسلامي بانک د ښځو د اقتصادي رشد او توانمندې په برخه کې ځینی فعالیتونه ترسره کړې، چې د ښځو د توانمندې لامل کيږی او ښځو د بانکي حسابونو په افتتاح کولو سره اقتصادی استقلالیت ترلاسه کولای شي".

میرمن نظري د خپلو خبرو په پاې کې یو ځل بیا د ښځو چارو وزارت کارکوونکو څخه وغوښتل ترڅو د دغې بانک د فعالیتونو څخه نورو میرمنو ته هم اطلاع او آګاهي ورکړي، ترڅو هغوی هم وکولاې شي چې د خپل اقتصادي توانمندې په برخه کې لوبه ولوبوي.

وروسته بیا د افغانستان اسلامي بانک رئیس خبرې وکړې او ويې ویل:" افغانستان داسې یو هیواد دی چې د دغې هیواد مطلق اکثریت اتباع مسلمانان دی او په افغانستان کې تقریبآ 16 بانکونه فعالیت لري خو متاسفانه داسې یو بانک چې د هغوې ټول فعالیتونه د اسلام دین په چوکات او قوانینو سره سم او برابر وی شتون يې نه درلود په خواخوګې سره مونږ وکولای شول چی داسې یو اسلامي بانک په افغانستان کې ایجاد کړو او بنست یې کیدو.

 

mowa

ښاغلې الفلاحي زیاته کړه:" پاک رب ښځو او نارینوو ته برابر حق ورکړي نو له همدی امله د دغې اصل او قانون په کتو سره مونږ ښځو ته په افغانستان اسلامي بانک کې یوه خاصه برخه بنسټ کیښودو ترڅو ښځو ته کار وکړي چې هغه نساء بانکینګ دی او په دغه برخه کې مونږ ښځو ته د هغوې د پیاوړي کیدو په خاطر تر آسانه شرایطو لاندې پور ورکوو او هغوې څخه د نارینه وو په نسبت خورا کمه ګته اخلو".

 

mowa

د دغې غونډې په پایله کې د افغانستان اسلامی بانک محصولات د یاد شوي بانک د دینی او شرعی مسولینو په واسطه د ښځو چارو وزارت کار کوونکو ته ور معرفي شو او همدارنګه د ښځو چارو وزارت د کار کوونکو سوالاونو ته د دغې بانک د فعالیتونو په برخه کې ځواب ورکړل شو. او د افغانستان اسلامي بانک رئیس د ښځو چارو وزارت سره ژمنه وکړه چی  د دغې وزارت سره د غونډو او نورو کارونو کې به په راتلونکې کې همکاری وکړی.

د یادونې وړ ده چې ښاغلې سید موسی کلیم الفلاحي، له 30 کلونو څخه زیات په قطر، دوبی او نورو عربي هیوادونو کې کاري تجربه لري.

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۶:۲۷
Background image

دښځو چارو وزارت دپالیسی او مسلکی چارو مرستیالی دنړیوالی بانک له حقوقی کارپوه سره لیدنه

آغلې میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې، چارو مرستیالې د روان کال د لړم میاشت په ۲۸ مه نیټه د نړیوال بانک له حقوقي کارپوه ښاغلې شمس الاسلام جمالی سره د خپل کار په. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۶:۱
Background image

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې اندونزیا هیواد ته سفر

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې چارو مرستیالې آغلی میرمن سپوږمۍ وردګ، د اندونزیا هیواد د یو رسمي بلنې په ترڅ کې دغه هیواد ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د افغانستان د ښځو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۷:۴۹
Background image

د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې چارو مرستیالې د نړیوال بانک اجتماعي انکشاف متخصصې سره لیدنه

د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې آغلې میرمن سپوږمۍ وردګ، نن پنجشنبه د روان کال د لړم میاشت 23 م نیټه آغلې میرمن نجلا صبرۍ، د نړیوال بانک د اجتماعي انکشاف متخصصې سره د. . .

BACK TO NEWS