د ا.ا. جمهوریت د ښځو چارو وزیرې آغلې حسینه صافۍ او د مهاراشترا آیالت د ښځو او ماشومانو چارو وزیرې آغلې یشموتا ټاکور تر منځ د تعارفي لیدنې همغږي وشوه
د ۱۴۰۰ ه ش کال د چنګاښ میاشتې لومړۍ نېټه
د هندوستان ممبئي ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک په همغږۍ د ا.ا جمهوریت د ښځو چارو وزیرې آغلې حسینه صافۍ او د مهاراشترا آیالت د ښځو او ماشومانو چارو وزیرې آغلې یشوماتا ټاکور ترمنځ د پیژندګلوۍ پرلیکه لیدنه وشوه.
پدې لیدنه کې دواړو خواو د آغلې وردک له همغږۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د ښځو برخه کې د اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي او ټولنیزې پراختیا او پرمختیا په پار د ملیتونو ترمنځ د ګډو همکاریو او پروګرامونو د جوړولو لپاره د هلوځلو او عملي پلانو په جوړولو پیل کوي او په همدې برخه کې به نږدې راتلونکي کې د تخنیکي ګروپونو سره یوځای بیا لیدنه کوي.
