دښځو پروړاندی د تاو تریخوالی د منع کیدو قانون بیا کتنه

mowa_af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۷:۳۵
MOWA

د حقوقي چارو ریاست د قوانینو د تسوید کمیټې د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي مرستیالې تر مشری لاندې او     د حقوقي او مسلکي کار پوهانو، د عدلي او قضایي ارګانونو نماینده ګان د ملي او بین المللي او حقوقي مشاورینو په ګډون تیره ورځ د ښځو چارو وزارت د حقوقي چارو په ریاست کې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالې د منع قانون د بیا کتنې جلسه دایره شوه. د دغې کمیټې د دایر کیدو موخه؛ د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د منع قانون اصلاح او لا پیاوري کیدو ویل  شوی دی او په دغه کمیټې کي د یاد شوي قانون د اصلاح کول او تعدیل کار پای ته ورسید او ویل کیږی چې په نږدی راتلونکي ورځو کې به دا قانون تدقیق لپاره عدلیې وزارت ته واستول شي. او همدا رنګه د ښځو پر وړاندی  تاوتریخوالې قضایاو متضررو ښځو ته د مرستې یو وجهي صندوق هغوی ته د کمک په خاطر د مقررې جوړولو چارې نهایی او پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۰:۳۲
Background image

ددولتی اداراتو دمعینانوجلسه دښځوچارو وزیرې په حضورسره دایره شو

د دولتي اداراتو د معینانو جلسه د ښځو پیاوړي کیدو سمپوزیمونو د پلان د تطبیق په هکله د روان کال د وږی میاشت په 24 مه نیټې د ښځو چارو وزارت وزیرې آغلۍ الحاج میرمن دلبر نظري په مشری او د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د جندر د آموزشي نصاب د بیا کتنی نصاب جلسه دایر شوه

د جندر د آموزشي نصاب د بیا کتنې جلسه، د ښځو چارو وزارت د پالسي او مسلکي مرستیالې آغلی میرمن سپوږمئ وردګ په موجودیت سره د روان کال د وږی میاشتې په ۱۰ مه نیته پیل شوه او تر دوه ورځو پوری. . .

شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۷:۳۵
Background image

دښځو پروړاندی د تاو تریخوالی د منع کیدو قانون بیا کتنه

د حقوقي چارو ریاست د قوانینو د تسوید کمیټې د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي مرستیالې تر مشری لاندې او     د حقوقي او مسلکي کار پوهانو، د عدلي او قضایي ارګانونو نماینده ګان د ملي او. . .

BACK TO NEWS