دسولې مشورتي جرګې لپاره دښځو لارښود ښځو ته

mowa_af
mowa

سریزه:
افغان ښځې هیواد کې د څلورو لسیزو جګړې په ترځ کې په ټولنیزې ، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې شدیدی زیانمنې شویی او دټولنې او کور په کچه ډیر ځورونه او قربانۍ یی آزمیلې دي ، د جنګ له کبله بی کوره او بی سرپرسته شویی او خپل پلار، دژوند ملګرۍ ، زوی ، ورور او د کورنۍ نور غړي یی له لاسه ورکړي، اوکله بیا د شکنجې ، جنسي تیري او تاوتریخوالي سره هم مخ شويی دي ، ښځې هیڅکله په جنګ اوجګړه کې شاملې نه وې نو ځکه دا ددوی حق دی ترڅو دسولې د تامینولو په پروسه کې برخه واخلي او دجګړې نه رامنځ ته شویو ناخوالو او رنځونو ته د پای ټکۍ کیږدي. څنګه چې دنورو هیوادونو تجربوښودلي چې دښځو ګډون د سولې پروسه کې دیوې اوږدمهاله اودوامداره سولې دلیل ګرځي . نو ځکه د ښځو چارو وزارت دیوه مسوول حکومتی ارګان په صفت دښځودحقونو د اعادې لپاره دسولې په پروسه کې دښځو با مفهومه ، فعاله ونډې او ګډون لپاره هڅې کوي.

دښځو چارو وزارت دهرډول نوښتونو نه چې تراوسه دښځو دګډون په موخه دسولې په پروسه کې ، د دولت یعنی اسلامی جمهوریت په مشرتابه او د افغانانو په کوربه توب( ښځینه او نارینه) په ګډون ترسره شوي ستایی او په قوت ملاتړ تری کوي او هیواد کې دخلکو دبیلابیلو قومونه په خاصه توګه دښځود لیدلوري او نظرونو په بنسټ دسولې ، امن او ټولنیز عدالت د تامینولو غوښتونکي دي.

دغه وزارت هیواد کې دبنسټیزه او دوامداره سولې د تامین لپاره دبیلابیلو حرکتونو، نوښتونو او دښځودټولنو نه په خاصه توګه ورستیو ۵ کلونو کې دنورو نهادونو، اتحادیو، دښځو کړیوسره په همغږۍ ملاتړ او حمایت کړئ. او دلرې سیمو، ولایتونو او ولسوالیو په کچه یی ، ښځې هڅولې او ددوی د یووالي ، انسجام او دګډون د موثریت په موخه یی خپله ښځو، او نورو خلکو ته اړین معلومات ورکړي او ټینګار یی پری کړئ.څنګه چې په کال ۱۳۹۹ دغویی دمیاشتی دسولې مشورتي جرګه کې ۳۰ سلنه دښځو ګډون چې د ۱۳ کمیټو د ریسانو او۲۸ ښځو منشیانو په توګه ګډون درلود، دا د ګډون کچه ستایی او یو مثبت ګام یی بولي او په وړاندې کی به د لا زیاتوالي لپاره نورهم زیارباسي او ټینګار کوي.

افغان ښځو په کال ۱۳۹۷ کې د لومړي ځل لپاره د سولې په اړه د خپلو نظرونو دشریکولو لپاره راټولې هیواد په کچه راټولې شوې او خپل تشویشونه ، نظرونه او وړاندیزونه یی سره شریک کړل ، دا ټولنې چې د هیواد مرکز او ۳۴ ولایتونو په کچه د ۱۵۰۰۰ نه زیاتو ښځو ګډون پکې کړئ وو په بریالیتوبونو سره ترسره شول. او آخر کې یی د یوه پرېکړه لیک په اعلاونولو سره چې د ۱۵ مادو په ترځ کې یی د با عزته او دوامدارې سولې د راتګ لپاره چې د ښځو او ټولو خلکو د ژوند په اړه اړين او مهم ټکي پکې شامل وو دا ټولنې سرته ورسولې او پرېکړه لیک یی په رسمي توګه د کال ۱۳۹۸دغویی میاشتی لوېی جرګې ته واستاوه .
دښځو چارو وزارت په کال ۱۳۹۸د ۳۴ ولایتونو په ۲۱۱ ولسوالیو کې د ټولیزو نظر اخیستلو په ترځ کې وکړئ شوی د ۲۴۰۰۰ تنو ښځو نظرونه او وړاندیزونه د سولې په اړه راټول کړل.

اوپه کال ۱۳۹۹ کې د ښځو دټولنو او ناستو په ترځ کې د ۳۴ولایتونو نه د ۱۵۳۵ تنو ښځو نه بیا هم د سولې د پروسې او د خبرو اترو په اړه ددوی نظرونه او وړاندیزونه راټول او د یوه ریپوټ په ترځ کې یی د سولې په چارو کې ددولت وزارت ته ولیګه.

او ددې ترڅنګ د ښځو چارو د وزارت د رسمي پاڼو فیسبوک، ویب ساید، تویتر او ایمیل نه هم د فعاله ښځو نظرونه د مرکز اوولایتونو په کچه راټول کړل او همدارنګه دافغان ښځو شبکې او د عادلانه او آزادو ټولټاکنو ټولنیزی موسساتو له خوا هم نظرونه شریک کړل شول چې پدی سند کې په ۶ برخو کې تنظیم او منعکس شوي.
دهیواد اساسی قانون د یوې ملي وثیقې او ملي هویت په صفت دهر هیوادوال د مدني ، سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي حقونه تضمینونکی دی، پدی توګه هغه سوله د منلو وړ ده چې د اساسي قانون پر مبنی اومطابقت د نظام د حفاظت او ارضی تمامیت اوافغانستان کې د ورستیو لاسته راوړنو په خاصه توګه د ښځو په برخه کې وي.

افغان ښځې په داسې حال کی چې هیواد کې د سولې اوثبات د راتګ او تامین لپاره د نړۍ والې ټولنې د هڅو او زیار نه ملاتړ او ستاینه کوي هغوی مکلف بولي ترڅو د افغان حکومت په مشرتابه او د افغانانو په کوربه توب دسولې د پروسې نه په کلکه او صداقت ملاتړ وکړي او د دیموکراسی ، مدنی او بشری حقونو د حفاظت لپاره په خپلو هوکړو په کلکه متعهد وسي.
لومړیتوبونه او وړاندیزونه :

1- اوربند
 افغان ښځې په فوري توګه د جګړې او جنګ د ختمیدو او ټول هیواد کې د بی له قید او شرط نه د اوربند غوښتوکې دي. دا موضوع باید د سولې لپاره د خبرو اترو د لومړیتوبونو او د بین الافغانی مذاکراتو د ټینګار ټکو له جملې څخه وي .
 د اسلامي هیوادونو ددین د عالمانو د فتوی په مطابق د مسلمان جګړه د مسلمان په برابر جواز نلري پدی اساس افغان ښځې په داسې حال کې چې ددینی عالمانو هڅې د سولې دفرهنګ په راوستلو کې ستایی ددوی نه غواړي تر څو دملي وحدت ، یو دبل د منلو او د جنګ ، جګړو دختم لپاره داسلام دین د ارزښتونوپه اساس د خبرو او بحثونو له لارې لکه پخوا هڅو ته دوام ورکړي .
2- د افغانستان اسلامی جمهوریت او دهیواد اساسی قانون :
 د افغانستان اسلام جمهوریت چې د هیواد د اکثریت نه استازیتوب کوي باید حفظ شي .
 افغان ښځې د اساس قانون حفاظت په خاصه توګه ددوهم فصل چې د ټولو وګړو د برابرو حقونو ضمانت کوي غواړي.
هیواد کې امنیتی سکتور ( ملي اردو، پولیس، او ملي امنیت) چې د خلکو د عزت ، ملي ګټو اوسرفرازی ساتونکي دی محفوظ پاتی شي او د هرډول معاملې نه پدې اړه مخنیوی وشي.
3- دښځو مدني حقونه:
 افغان ښځې د مخالفیونو په سیمو کې د نجونو د ښونځیو د پرانیستل غواړي او غواړي چې د ښځو لاسرسی هر ډول ټولنیز ، اقتصادي ، سیاسي او فرهنګي حقونه ته په مکمله توګه تامین اویقینی شي.
 د هیواد ښخو د دوو ورستیو لسیزو په ترځ کې په فرهنګي ، ښوونې، روزنې ، حقوقو، قضا، سوادګرۍ ، روغتیا او سیاست برخو کې ټولنه کې ګډون کړۍ او په کورنیو کې د اقتصادي وضعیت ښه والي کې برخه اخیستی، ددغه لاسته لاوړنو نه حفاظت د ټولو دنده ده او باید د سولې په مذکراتو کې د ښځو په مدنی حقونو او خپلواکی معامله ونشي.
 د سولې دبین الافغاني مذاکراتو یوه مهمه برخه باید د ښځو لاسرسئ عدالت ته وي او د صحرایی محکمو ختمول چې طالبان یی هیواد کې د ښځو په وړاندې ترسره کوي .
دسولې په ټولو مراحلو او پروسو کې اوهمداشان ټولو تصمیمونو کې باید جنسي عدالت ته پاملرنه وشي او د ښځو شرعی او قانونی حقونو نه په قوت ملاتړ او هوکړه لیک کې شامل شي.
4- د منطقې او سیاسي متحدینو رول د سولي پروسه کې:
افغان ښځې د نړۍ والې ټولنې نه غواړي ترڅو طالبان مخکې وخت ته راونګرځي او دټولو هیواد والو دبشری حقونونه په خاصه توګه د ښځو د حقونو نه ملاتړ وکړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ښځود مصوونیت نه ملاتړ وکړي.
 افغان ښځې د نړۍ والې ټولنې او ګاونډی هیوادونو نه غواړي ترڅو دهیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونکړي او دسولې دپروسې نه د دولت په مشرتابه او دخلکوپه کوربه توب ملاتړ وکړي.
5- د افغانستان د سولې پروسه باید یوه هر اړخیزه ، ټولنیزه ، فرهنګي، معنوی ، بنسټیزه ، واقعی ، دایمی او د خلکو سره د نژدی مشورو په اساس وي.
6- دښځو رول د سولې او ادغام په پروسه کې:
 دسولې پروسه باید د روڼ والي او حساب ورکولو په بنسټ تر سره شي او په هیڅ صورت کې ښځې ددغی پروسې نه زیان منی یا قرباني نشي.
 افغان ښځې باید ددغه پروسې په ټولو مرحلو کې ( مخکې د سولې خبرې او بحثونه ، مذاکرات، هوکړه لیک، او د هوکړه لیک په تطبیق او ادغام) کې ګډون او فعاله سهم ولري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۶:۵۴
Background image

دسولې مشورتي جرګې لپاره دښځو لارښود ښځو ته

سریزه:
افغان ښځې هیواد کې د څلورو لسیزو جګړې په ترځ کې په ټولنیزې ، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې شدیدی زیانمنې شویی او دټولنې او کور په کچه ډیر ځورونه او قربانۍ یی آزمیلې دي ، د جنګ . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۵:۵۶
Background image

مطبوعاتی اعلامیه

په غور ولایت کې د وسله والو مخالفو ډلو لخوا د یوې ښځې او د هغې خاوند وژنې په تړاو مطبوعاتی خبرپانه؛
د غور ولایت څخه د رارسیدلو خبرونو له مخې ، وسله والو مخالفینو د دې ولایت د تیوره . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۵:۴۵
Background image

اعلامیه مطبوعاتی

در پیوند به قتل یک زن و شوهرش از سوی مخالفان مسلح دولت در ولایت غور؛
بر اساس گزارشات رسیده از ولایت غور مخالفان مسلح دولت بالای قریه گریوه ولسوالی تیوره آن ولایت حمله کرده و بعداٌ ارباب . . .

Back to announcements