ددولتی اداراتو دمعینانوجلسه دښځوچارو وزیرې په حضورسره دایره شو

mowa_af
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۰:۳۲
mowa

د دولتي اداراتو د معینانو جلسه د ښځو پیاوړي کیدو سمپوزیمونو د پلان د تطبیق په هکله د روان کال د وږی میاشت په 24 مه نیټې د ښځو چارو وزارت وزیرې آغلۍ الحاج میرمن دلبر نظري په مشری او د آغلی میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت، د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې، او د  نورو اداراتو او بنسټونو د رئیسانو په ګډون د زینب سینما په تالار کې دایر شو.

لمړي آغلی الحاج دلبر نظري، د ښځو چارو وزارت وزیرې، د جلسې حاضرینو او ګدونوالو ته ښه راغلاست وویل. او د هغوی ګډون په دغه جلسه کې د ښځو د بیا پیاوړي کیدو په برخه کې او همدا رنګه د جنسیتي برابرې په برخه کې یوه کلکه ژمنه وبلله.

آغلی نظري، د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښځو چارو وزارت، د معینانو څخه د اغیزناک او ګتورو فعالیتونو د ښځو د پیاوړي کیدو په برخه کې او همدا رنګه د سمپوزیمونو د موفقانه  سرته رسولو په خاطر د هغوې فعالیتونه وستایل او له نورو اداراتو له رئیسانو څخه یې وغوښتل ترڅو چې د ښځو د بیا پیاوړي کیدو په برخه کې لا زیات کوشش وکړي.

ورپسې بیا میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې، د سمپوزیمونو د جوړول په ولایاتو او کې په خاصه توګه د ختیځ او لودیز ولایتونو کې معلومات وړراندې کره او ویې ویل:؛ د سمپوزیمونو جوړولو له کبله هغه فاصلې چې د کلیو، ولسوالیو، ولایتونو او مرکز په منځ کې وو د دغې سمپوزیمونو په مرسته یادې شوي فاصلې له منځه تلي، او د دغې سمپوزیمونو په مرسته مونږ وکولای شول چی د ښځو د مشکلاتو څخه ځان با خبره کرو او او د هغوې د حل لپاره مو اقدام وکړه.

وروسته بیا د پرزنتیشن په واسطه باندې د ښځو د پیاوړي کیدو په برخه کې پلانونو او فعالیتونو و ارزول شو، او د ګدونوالو وړاندیځونه او پیشنهادونه واوریدل شو. او پریکړه وشوه چې په راتلونکې کې په تولو برخو کې د لا همکارې په خاطر باندې او د پلانونو د ارزونې په خاطر کمیتې جوړ شي.

په آخر کې آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسې او مسلکې چارو مرستیالې، د ښځو د پیاوړي کیدو په خاطر د بودجې د دفاع کولو په خاطر ژمنه وکړه او همدا رنګه له نورو اداراتو د نماینده ګانو څخه د لا همکاريو په غوښتلو سره یاده غونډه پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۵:۱۰
Background image

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح سره وکتل.

د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې ساپۍ نن د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی چارو رئیسه معرفي ش

آغلې میرمن ماري سادات، نن شنبه د روان کال د کب میاشت په 24 مه نیټه له آغالې سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې لخوا د دغې وزارت د پلان او پالیسي چارو رئیسې په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۷:۹
Background image

د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د آکسفام د انکشافي خپرونو عمومي مدیر سره ولیدل

آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د روان کال د کب میاشت په اوومه  نیټه له ښاغلی فضل امیري، او د هغې سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په. . .

BACK TO NEWS