حسینې ساپۍ: ښځینه قاضیانې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو په رسیدگی کې مهم رول لوبوي

حسینې ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې له آغلې هما علیزوې، د سترې محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالې د سرغړونو قضایي مشاورې سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې کتنه کې، دواړو لوريو د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي قضیو په څیړلو کې د ښځینه قاضیانو په رول او په ورته وخت کې د پلازمینې او ولایتونو په محکمو کې د ښځینه قاضیانو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړې.