حسینې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماندې وزيرې د دایکندي د خلکو د پيوستون شورا له مشرې شمايل زارع او په ولسي جرګه کې د دایکندي پخواني وکیل محمد علي سره وکتل
د غونډې په جریان کې، دواړو لوريو د دایکندي د ښځو ستونزو ، د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې، د دایکندي د خلکو د پيوستون شورا مشرې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د ښځو چارو وزارت د ملاتړ غوښتنه وکړه
