حسينه ساپۍ د ښځو چارو سر پرست وزیر د جنسیتي برابرۍ لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

mowa_af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۴:۱۲
mowa

حسینه ساپۍ د ښځو چارو سر پرست وزیر د اسلامي همکاریو د ښځوچارو وزیرانو د څنډنۍ او ګردي مېز په ناسته کې چې په اسلامي نړۍ کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د سازمان نوې ژمنې تر سر ليک لاندې د OIC غړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي او وزیرانو په ګډون تر سره شوې وه ګدون وکړ.

په دې ناسته کې د ښځوچارو سرپرست وزیر د مصر د عربي جهوري دولت د مېلمه پالنې او افغانستان کې د ښځو د لاسته راوړنو په تړاو د کنفرانس بریالي تنظیم څخه د کور ودانۍ ویلو په ترڅ کې، د ښځو د حقوقو په برخه د نړیوالو حقوقي اسنادو لاسلیک او تصویب او په افغانستان کې د ښځو د حقوقو څخه د ملاتړاو پیوستون څرنګوالي په تړاو خبرې وکړې او د اسلامي هېوادونو د ښځو ترمنځ پر پیوستون یې ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د ښځو د پراختیا سازمان د پياوړتیا په پار د شته وضعیت پر بنسټ باید ګډ لومړیتوبونه په ګوته کړو، په ملي، سيمه ییزه او نړیواله کچه د جنسیتي برابرۍ په موخه همغږي را منځ ته کړو، له جغرافیایي موقعیت په نظر کې نيولو پرته، د یو بل ملاتړ وکړو او یو د بل غږ اوسو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۴:۵۹
Background image

د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ”هرځوان یو سرتېری“ تر سرلیک لاندې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۸
Background image

د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو  او د روانو امنیتني حالاتو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۱۴۰۰ زمري ۲۰

د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۱۲ همکارو  موسسو استازو د دې وزارت د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا له معینې آغلې نذیره رحمان او د دې پروګرام له رییسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۴:۴۱
Background image

په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په اړه د همغږۍ ناسته، وشوه

چهارشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰
کابل، افغانستان: د ښځو چارو وزارت، د چهارشنبې په ماسپښین د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په. . .

BACK TO NEWS