تدارکاتي اعلان

mowa_af
mowa

Publish Date

Closing Date

تدارکاتي اعلان
د تدارکاتي جنس نوم: د  (ویډویې کلپونو) جوړول: 

د داوطلبۍ شمېره:  WEERDP/227935-NC-RFQ
د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له ټولو هغو داوطلب تبلیغاتي شرکتونو څخه غوښتنه کوي، چې د دې تدارکاتي پروسې لپاره په شرایطو برابر دي. ترڅو د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام لپاره(د ویډویي کلپونود جوړولو او چمتو کولو)  لپاره د داوطلبۍ په دې پروسې کې ګډون وکړي. شرکتونو ته پکار دي، چې د پروګرام په شرایطو برابر خپل خدماتي غوښتنلیکونه/ (افرونه) د تدارکاتو له قانون سره سم (سرتړلي مهر شوي) په فزيکي توګه د ښځو چارو په وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ودانۍ په دوهم پوړ کې د تدارکاتو څانګې ته د اعلان له نېټې څخه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګست د میاشتې تر۲۱ مې نېټې له غرمې مخکې د سهار تر ۱۰ بجو وړاندې کړي.
همدا راز دوی کولای شي، چې د انټرنیټ له لارې خپل خدماتي غوښتنلیکونه/(افرونه) تر همدې نیټې په لاندې ایمیل د ښځو چارو وزارت - د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د تدارکاتو څانګې ته ولیږي:
 (bidding.box@weerdp-mowa.gov.af) 
هر هغه (آفر) یا غوښتنلیک چې له ټاکلې نيټې وروسته په فیزيکې او یا هم د ایمیل له لارې یادې څانګې ته ورسیږي، د پروګرام د تدارکاتو څانګې ته د منلو نه دې.

تبلیغاتي شرکتونو لپاره شرایط:
الف) مالي وړتیا ـ  هر هغه تبلیغاتي شرکت چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون کوي، هغه ته پکار دي چې د خپلو تیرو فعالیتونو په اړه تصدیق شوي اسناد وړاندې کړي. (مستند محاسب/کره کتونکی)ولري. ترڅو کار یې له مالي اړخه نیمګړی پاتې نشي او لږ ترلږه یې د تیرو پنځو کالو په جریان کې چې له [۲۰۱۶ ـ ۲۰۲۰] کیږي، د «۱۳۰۰،۰۰۰»افغانیو په اندازه تبلیغاتي فعالیت ترسره کړی وي.

ب) ورته کاري تجربه ـ تبلیغاتي شرکت ته پکار دي، چې د سند په توګه د خپلو تیرو فعالیتونو په اړه د شاوخوا نهه سوه زره (۹۰۰،۰۰۰) افغانیو په اندازه د ترسره فعالیت یو قرارداد د تیرو دریو کلونو په موده کې چې له (۲۰۱۸ـ ۲۰۲۰) کیږي وړاندې کړي. 

د داوطلبۍ غوښتنلیک د ښځو چارو په وزارت کې د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ودانۍ په دوهم پوړ کې د تدارکاتو له څانګې څخه په فیزیکي بڼه واخلئ او یا یې د لاندې بریښنالیکونو څخه په سافټ بڼه ترلاسه کړئ.

moeen.zarif@weerdp-mowa.gov.af
Mansoor.rostami@weerdp-mowa.gov.af
zabihullahwazeen@gmail.com

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۰:۱۹
Background image

تدارکاتي اعلان: د (نیټ ورک جوړول او د سیمدار تیلفون د سیستم)نصبول:

د داوطلبۍ شمېره:  WEERDP/M-NOL/GO/13Jul21/RFQ

د اعلان نیټه: 04 Aug 2021

 

د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له ټولو هغو داوطلب شرکتونو څخه غوښتنه کوي، چې د دې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۹:۳۶
Background image

تدارکاتي اعلان

تدارکاتي اعلان
د تدارکاتي جنس نوم: د  (ویډویې کلپونو) جوړول: 

د داوطلبۍ شمېره:  WEERDP/227935-NC-RFQ
د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له ټولو هغو داوطلب . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۶:۶
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

د پکتیا د ښځو چارو ریاست ټولو هغو په معیار برابرو غوښتونکو او شرکتونو ته بلنه ورکوي تر څو د ښځو چارو ریاست د خدماتي پروژې اجناس (خیاطي، سواد اموزي و اګاهی از حق ميراث، ملکیت، حق انتخاب . . .

Back to tenders