افغان ښځې د جګړې په شرایطو اوبیړنیو حالاتو کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.

mowa_af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۴:۱۰
mowa

د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د ښځو د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې په مشری، اړونده ادارو د پلان او پالیسۍ ریٔسانو په ګډون د جګړې په شرایطو او بيړنیو حالاتو کې د ښځو د ساتنې په اړوند د بین الوزارتي کمیتې غونډه د دې وزارت په مقام کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې د ملګرو ملتو د ۱۳۲۵ پریکړه لیک په تړاو چې د ښځوـ سولې او امنیت په هکله دی معلومات ورکړل او اوسني وضعیت ته په کتو سره د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د یادې کمیتې جوړول یوه ستره اړتیا یاده کړه.

بین الوزارتي کمېټه په ټولنیزـ اقتصادي او سیاسی برخه کې د افغان ښځو د ژوند شرایطود ښه والي په پار او همداشان له تاوترېخوالي او جنسیتي توپېر پرته د خوندې او امن چاپیریال د چمتو کولو په موخه د ښځو چارر وزارت له لوري جوړیږي.

په دې غونډه کې د پاليسۍ، تطبیقي پلان او هوکړه لیک په هکله پرېزنتېشن وړاندې شو او په ورته مهال کې د یادې کمېټې د د ندولایحې او کړنلارې په هکله بحث او تبادل نظر وشو
او د غوندې ګډونکوونکو غړو پرېکړه وکړه ترڅو د هغوی نظریات د یادې کمېتې د جوړیدوپه تړاو را غونډ او بیا عملي اقدام وشي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۱۳۲۵پریکړه لیک چې ۲۰۰۰ زږیدیز کال د اکتوبر په ۳۱ نېټه تصویب شوی د ښخې ـ سولې او امنیت په برخه کې یوسند دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۴:۵۹
Background image

د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ”هرځوان یو سرتېری“ تر سرلیک لاندې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۸
Background image

د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو  او د روانو امنیتني حالاتو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۱۴۰۰ زمري ۲۰

د ښځو چارو وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۱۲ همکارو  موسسو استازو د دې وزارت د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا له معینې آغلې نذیره رحمان او د دې پروګرام له رییسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۴:۴۱
Background image

په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په اړه د همغږۍ ناسته، وشوه

چهارشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰
کابل، افغانستان: د ښځو چارو وزارت، د چهارشنبې په ماسپښین د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په. . .

BACK TO NEWS