د کورني، موراو پلار د معنوی ارزښتونو د زیاتوالي نړیوالې ورځې د لمانځنې د کنفرانس په هکله د دوهمې مقدماتي غونډې تر سره کېدل.
یکشنبه د غبرګولي ۹ مه ۱۴۰۰
دا غونډه د نذیره رحمان د ښځو وزارت د اقتصادي ځواکمني چارومرستیالې تر مشري لاندې د رئيسانو، آمرینواو د د ې وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ چارو د معاونیت د سلاکار په ګډون نن ورځ ترسره شوه .
په دې ناسته کې د اقتصادي پیاوړتیا مرستیال د پنلونو، د کنفرانس ګډونکوونکو غړو، د کنفرانس اړوند موضوع ګانو، اړوند ګډون کوونکو ادارو ټاکلو، پروګرام جوړولو او اړینو تدارکاتو او د کنفرانس ورځې اجندا ټاکلو په هکله معلومات ورکړل او د هغې په هرڅومره ژر ترسره کولو یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې د چمتو شوې پلان سره سم د کمېتې په چوکات کې دندې او مسؤلیتونه په ګوته اوډلبندي شول او د ورځې په پای کې د کارونو د رپوت ورکولو غوښتونکې شوه. .
