د سولی نړیوالی ورځی په تړاو د ښځو چارو وزارت

mowa_af

تل پاتی سوله د ښځو اغٻز ناکی ونډی پورې تړلې د ١٣٩٩ د وږي ٣١مه، د ٢٠٢٠ د سپتمبر ٢١مه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د ښځوچارو وزارت
د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه
ټینګه سوله د ښځو په اغېزمن نقش پورې تړلې ده
د ۱۳۹۹ د وږي ۳۱مه، د ۲۰۲۰ د سپتمبر ۲۱مه

افغانستان په وروستیو څلورولسیزو کې له ویجاړوونکې جګړې سره لاس او ګرېوان شو. په دې موده کې خلکو په تېره بیا ښځو بې شمېره رنځونه وګالل. د جګړې ویجاړوونکې اغېزې یوازې د کورنیو د غړیو په له لاسه ورکولو او د خلکو د مالونو او شتمنیوپه لوټ تالان کې پای نه مومي، بلکې دا اغېزې تر هغو خورا پراخې دي.

د ښځو چارو وزارت وکولای شول چې د ښځو د هراړخیز ملاتړ او همغږۍ له لارې هغوی د خپلې راتلونکې په اړه ډاډمنې کړې، له جلا جلا لاروهغوی یوې لارې ته راټولې کړي او لا منظمې اوهمغږې یې کړي. په دې توګه د هغوی د پرمختګ او همدارنګه د هغوی د پروګرامونو د تطبیق چاره اسانه شوېده او هغوی کولای شي چې د دایمي ملاتړ په لرلو سره د یوې روښانه راتلونکې پر لورګام واخلي.

د افغانستان ویاړلی تاریخ ګواه دی چې ښځو د هېواد په ټولو بدلونونو کې له نارینه وو سره اساسي نقش لوبولی دی او کله هم د تفرقې اوجګړې سبب شوي نه دي، بلکې ښځو د جګړو په پایله کې تر ټولو ډېرې بې عدالتۍ زغملي دي.

د ا.ا.ج د ښځو چارو وزارت د ښځو د حقوقو د مدافع بنسټ په توګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ،ملي او نړیوالو بنسټونو او د ښځو د حقونو د هغو اغېزمنو ګامونو قدر کوي چې دوی په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د بسیاینې لپاره پورته کړي دي او په دې بهیر کې یې دښځو اغېزمن نقش ته پاملرنه کړېده او هیله څرګندوي چې دوی د سولې بهیر په هر پړاو کې د ښځو د اغېزمن نقش ننګه اوملاتړ وکړي.

وزارت په تېرو څلورو میاشتو کې له ۱۵۳۵ ښځو سره چې د ښځو بېلابېلې برخې، د ښځو د حقونومدافع بنسټونه او د سولې مشورتې جرګې استازي رانغاړي، د سولې بهیر په اړه د ښځو د نظریاتو د راټولولو په موخه ناستې جوړې کړي دي او د دغوناستو پایله څرګندوي چې د سولې بهیر په ټولو پړاوونو او همدارنګه د هېواد په نورو ملی مسالو کې باید د ښځو اساسی ځای او نقش ته جدي پاملرنه وشي.

د مشورتي ناستو په پایله کې د ښځو غوښتنې په لاندې ډول دي:

۱. دایمي اوربند:
* افغان ښځې د سولې خبرو له پیله په هېواد کې له قید او شرط پرته د جګړې سملاسي درول او دایمي اوربند غواړي. یانې دا موضوع دې د خبرو له پيله مخکې یو لومړیتوب وګڼل شي او مرکچې پلاوی دې پرې ټینګار وکړي.

* د اسلامي نړۍ د علماوو د فتوا پر بنسټ د مسلمانانو تر منځ جګړه جواز نه لري. پر دغه بنسټ، ښځې د سوله پالني او یو بل زغملو فرهنګ په خپرولو کې د علمای کرامو د هڅو ملاتړ کوي او له هغوی غواړي چې د ارزښتونو او دیني اوملي هویت د ساتلو په موخه د ملي یووالي د لا پیاوړتیا، یو بل منلو او د خبرو له لارې د شخړو د حل لپاره لا ډېرڅه وکړي.

۲. د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او د هېواد اساسي قانون:

* د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې د ملت د اکثریت استازي کوي،ساتل .
*د اساسي قانون ساتل په تېره بیا د هغه دویم فصل چې د هېواد د اتباعو د برابرو حقوقو د تامین لپاره مهم دی.
* د هېواد امنیتي سکتور چې د هېواد د اوسېدونکو د ملي ګټو، عزت او سرلوړۍ ملاتړی دی، باید وساتل شي اوپر هغه هېڅ ډول معامله د منلو نه ده.

۳. د ښځو مدني حقوق:
* افغان ښځې د مخالفانو ترولکې لاندې سیمو کې د نجونود ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکي دي او ښځې باید په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې خپلو اساسی حقونو ته لاسرسی ولري.

* ښځو په تېرو دوو لسیزو کې په فرهنګ، زده کړه، روزنه، حقوقو، قضا، سوداګرۍ اوتشبث، روغتیا او سیاست کې ګډون لاره او د پام وړ اغېزمن فعالیتونه یې ترسره کړي دي چې په برکت یې د کورنیو اقتصاد وده کړېده. د دغو لاسته راوړنو ساتل د ټولو مکلفیت دی اود سولې په خبرو کې باید د ښځو پر حقونو او د هغوی پر مدني آزادیو معامله ونه شي.

* د خبرو په بهیر کې یو مهم بحث باید دا وي چې ښځې عدالت ته لاسرسی ولري او طالبان د ښخو صحرایي محاکمه کول ودروي.
* مرکچي پلاوی دې په موافقه لیک کې جنسیتي عدالت او د ښځو د حقوقو بسیاکول په ټینګار سره درج کړي.

۴. د سولې په بهیر کې د سیمې او د افغانستان د سیاسي متحدینو نقش:

* ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي دا تضمین کړي چې طالبان تېر ته نه ستنېږي او د خلکو په تېره بیا ښځو د مدني حقوقو ملاتړ وکړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو د ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او سیاسی مصوونیت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

* له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غواړو چې د افغانستان په کورنیو چارو او دافغانستان اسلامي جمهوري دولت په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې په بهیر کې لاسوهنه ونه کړي .

۵. بهیر باید روڼ او افغاني وي:
* د افغانستان د سولې بهیر باید هراړخیز ټولنیز، فرهنګي، معنوي بهیر وي، ټینګ، رښتینی او دایمي وي او له خلکو سره په نږدې سلامشورو کې پرمخ لاړشي.

۶. د سولې او بیا ادغام په بهیر کې د ښځو نقش:
* د سولې بهیر باید د عدالت، شفافیت او حساب ورکولو پر بنسټ ولاړ وي او ښځې د دغه بهیر ښکار نه شي.
* ښځې باید د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې فعاله ونډه ولري(له سولې مخکې خبرې، مذاکرات، توافقنامه او د هغې تطبیق).

* د ښځو چارو وزارت د ا.ا.ج. دولت په مشرۍ تر اوسه د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون او اغېزمن نقش لپاره د هر نوښت هرکلی او ملاتړ کړی دی او په هېواد کې د سولې، امنیت، او ټولنیز عدالت بسیاکول او په دې برخه کې د ملي او نړیوالو همکارانو ملاتړ غواړي.