عمومي بلنه

mowa_af
mowa

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښځو چارو وزارت په پام کې لري چې هغو بدلونو ته په کتو سره چې د دې ادارې په تشکیل ، پالیسۍ ، پلانو او موخو کې را منځته شوي غواړي د وزارت د نوي جوړښت سره سم نوی نښان (ارم) جوړ کړي له همدې کبله له ټولو مینه والو او نظر خاوندانو څخه غوښتنه کوي چې پدې تړاو خپلي طرحي او آندونه د يوه داسي نشان په جوړلو کې چې له ټولو اړخونو د یوه فعال او د ښځو د حقونو ګټندوی بنسټ ښکا رندوی وي له موږ سره شریک کړي

له هغو کسانو څخه چې پدې برخه کې تخصص او لیوالتیا لري هیله کوو تر څو د نوې لوګو په جوړولو کې خپلې طرحې او رغنده آندونه د لاس رسۍ وړ پتې له لارې د ښځو چارو له وزارت سره شریک کړي. ستاسو له همیشنۍ مرستې مخکې له مخې منندوی یو

Latest announcements

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

د دوو ښځینه قاضیانو د شهادت په اړه د ښځو چارو وزارت د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

په دیر خواشینی سره خبر شوم چې په دوه ښځینه قاضیانو پرون سهار د کابل د لسمې امنیتې حوزې په قلعه فتح الله سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا برید شوی. په دی برید کې دوه ښځینه قاضیان وژل . . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۵:۴۸
Background image

د افعانستان د ملي رادیو تلویزون د پخوانۍ سندرِغاړې میرمن رخښانې د مړینې په مناسبت د ښځو چارو وزارت د ډاډ ګیرنې پيام

انا لله وانا الیه راجعون

په خورا خواشینۍ او ژور خپګان مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ملي تلویزون پخوانۍ نامتو سندرغاړي مرحومې رخښانې د امریکا په متحده یالاتو کې له دې نړۍ سترګې پټې . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۴:۱۶
Background image

دښځو چارو وزارت مبارکی پیغام

ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ پيغام د مېرمنو روغتيا نړيوال سازمان د سلو غوره ښځينه نرس او قابلو مشرانو په نوملړ کې د شکريې مسافرزاده غوره کيدو په هکله.

د افغانستان د روغتیا سکتور . . .

Back to announcements