د ښځو چارو په وزارت کې د ماشوم ورځ ولمانځل شوه

mowa_af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۱:۴۲
mowa

چارشنبه د غبرګولي ۱۲مه ۱۴۰۰ ه .ل. کال

د نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې او ځینو کارکوونکو په ګډون د ماشوم ورځ له غرمې مخکې د دې وزارت په انګړ کې ولمانځل شوه.

د اقتصادي چارو د پياوړتیا مرستیالې  میندو ته د ماشوم ورځې د مبارکي ویلو په ترڅ کې وویل: د ماشوم د عمر په ټولو کلنو کې د پاملرنې وړ موضوع ، د هغوی خوراک، ښوونه اوروزنه ده . اومیندې په دې برخه بڼستیز رول لوبوي، او کولای شي د اړینو ټکو په پام کې نیولو سره اغیزمن او ګتور رول ولوبوي. همدا شان یې له ټولو کورنیو څخه وغوښتل چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې پانګونه وکړي .

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۴۶ زږیدیز کال کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې ، د ملګرو ملتو عمومي غونډې د ماشومانو د ملاتړ په موخه د یونسیف په نامه یوه ټولنه جوړه کړه او د اکتوبر ۸ مه  يې د ماشومانو نړیواله ورځ ونوموله او وروسته د جون لومړی چې د غبرګولي له یوولسمې نېتې سره سمون خوري په ۱۹۴۶زږیدیزکال کې د ښځو د نړیوالې دموکراتیکې ټولنې په غونډه کې چې په پاریس کې ترسره شوه د ماشومانو نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۴:۵۰
Background image

د ملي بېرغ ورځ مو مبارک!

د ملي بېرغ ورځ مو مبارک!

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۴:۱۳
Background image

د جمهوررئیس په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ترسره کېدل

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ نننۍ غونډه چې موخه یې د اساسي ارزښتونو ساتنه وه، له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره او ګډونوالو له افغانستان سره د خپلو هیوادونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د افغاني مېرمنو په ژوند کې بدلون او ښه والې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام ستره موخه ده

۱۴۰۰ زمري ۶

د ټولنې او چاپيریال ساتنې، د کارکوونکیو او ګټه اخیستونکیو شکایتونو ته د رسیدو او د ټولنې او چاپيریال ساتنې د مدیریت لپاره د کاري چوکاټ د عملي کولو په برخو کې د کلیوالي. . .

BACK TO NEWS