د ښځو چارو ریاستونه  په ولایتونو کې ښځو اړونده مسٔلو ته د پاملرني په موخه  د اړیکو غښتلې پته ده

mowa_af
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۲۰
mowa

شنبه - غبرګولي ۸مه – ۱۴۰۰

حسینه ساپۍ د ښځوچارو سر پرست وزیرنن د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رئيسې له خوشبو میدانوال سره د هغه ولایت د ښځو ستونزو د هواوري په تړاو خبرې وکړې.

په دې ليدنه کې د پکتیکا ولایت د ښخو چارو رئیس د یاد ولایت ښځو ستونزې په ځانګړي توګه د تحصیلي شونتیاوو کمښت ، د پوليسو ، څارنوالانو، ښځينه ښوونکو د ډيروالي ځرنګوالي، د سوداګرو ښځو لپاره د مناسب ځای، د کارمناسبوشرایطوچمتوکول، د دې ولایت په سیمه ییزه حکومتي اداروکې د ښځو زیاتوالی، د ولایتونو د ښځوچارو رئيسانو حقوقو او امتیازونو ته پاملرنه او نوري ستونزې د ښځو چارو وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې. او په دې برخه کې د مرستې غوښتونکې شوه.

وروسته د ښځوچارو سرپرست وزیر، د ښځو چارو ریاستونه په ولایتونوکې د ښځو د ستونزو د هواري یوازنۍ پته او اړیکو د قوي پل په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې دا وزارت د ښځو د حقونو یوازني مدافع بنسټ په توګه د لرو پرتو ښځو ترڅنګ ولاړ دی او په ولایتونو په ځآنګړي ډول په  پکتیکا کې د ښځو ټولو ستونزو هواري ته ژمن دی.

په پای کې د ښځو چارو سرپرست د پکتیکا ولایت د ښځو چارو له رئيس وغوښتل چې د ولایتي شورا، مدني ټولنو او د ښځو حقوقو فعالانوسره په همغږی د ناستو په ترسره کولوسره د هغه ولایت د ښځو وضعیت په هکله بحث او خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۴:۵۰
Background image

د ملي بېرغ ورځ مو مبارک!

د ملي بېرغ ورځ مو مبارک!

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۴:۱۳
Background image

د جمهوررئیس په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ترسره کېدل

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ نننۍ غونډه چې موخه یې د اساسي ارزښتونو ساتنه وه، له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره او ګډونوالو له افغانستان سره د خپلو هیوادونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د افغاني مېرمنو په ژوند کې بدلون او ښه والې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام ستره موخه ده

۱۴۰۰ زمري ۶

د ټولنې او چاپيریال ساتنې، د کارکوونکیو او ګټه اخیستونکیو شکایتونو ته د رسیدو او د ټولنې او چاپيریال ساتنې د مدیریت لپاره د کاري چوکاټ د عملي کولو په برخو کې د کلیوالي. . .

BACK TO NEWS