د افغان روبات جوړونکې نجونو ډ لې د بریالیتوب په مناسبت  د ښځو چارو وزارت د مشرتابه د مبارکی پیغام

mowa_af
mowa

د فوریزمجله، افغان روبات جوړونکې نجونې د پوهانو په ۳۰ لړلیک کې، د اسیا په کچه تر۳۰ کلن سن لاندې نوښتګر او پانګه وال معرفي کړی دی. دغه پنځه افغان نجونې د کوید ۱۹ناروغانو د درملنې لپاره د وینتلاتور یا مصنوعي سا ورکونې دستګاه جوړه کړې چې له هغې د ناروغانو په درملنه کې ګټه اخستل کیږي.

دې مجلې، له سمیه فاروقي، آیدا حیدرپور، الهام منصور، فلورانس پویا او دیانا وهابزاده د افغان روبات جوړونکې ډلې د غړو په توګه یادونه کړېده.

د ښځو چارو وزارت د دې مقام ترلاسه کول د افغان روبات جوړونکې دلې او د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وایې او باور لري چې دې نجونې نړيوالو ته د افغانستان یو نوی انځور وړاندې کړی.

د ښځو چارو وزارت باور لري چې افغان نجونې د نوښت او انګیزې درلودونکې دي او د هیواد په ښه راتلونکې باورلري

او دا د افغان نجونو او زده کوونکو د نوښت، خلاقیت او لاسته راوړنو ښه بیلګه ده .دا وزارت د ښځو د یوازني دفاع کوونکې بنسټ په توګه د ښځو او نجونو د ودې او پرمختګ لپاره به له هیڅ ډول هڅو او هاند څخه ونه سپموي.

 

د ښځو چارو وزارت مشرتاب

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۶:۵۸
Background image

د ښځو چارو وزارت د خوا خوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دواخان مینه پال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ریٔس د کابل د دارلامان په سېمه کې د یوه تروریستي برید په پایله کې په شهادت رسېدلی دی.

انا لله . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۸:۴۳
Background image

د پښتو ملي ژبې په مناسبت د ښځو چارو وزارت د مشرتابه پيام

 د هېواد کلتوري او ژبنۍ تنوع د افغانستان یوه ښکلا ده. د هېواد د کلتورونواو ژبو پیاوړتیا او یو بل منل د هېواد د وګړو د یوالي او ملي قوت لامل ګرخي.

د ښځو چارو وزارت په هېواد کې ټولو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۸:۳۸
Background image

د افغان روبات جوړونکې نجونو ډ لې د بریالیتوب په مناسبت  د ښځو چارو وزارت د مشرتابه د مبارکی پیغام

د فوریزمجله، افغان روبات جوړونکې نجونې د پوهانو په ۳۰ لړلیک کې، د اسیا په کچه تر۳۰ کلن سن لاندې نوښتګر او پانګه وال معرفي کړی دی. دغه پنځه افغان نجونې د کوید ۱۹ناروغانو د درملنې لپاره د . . .

Back to announcements